د واورې او باران شدید ورښت ۱۱ تنه مړه کړي

منبع

د واورې او باران شدید ورښت ۱۱ تنه مړه کړي

د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ادارې ویلي، چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو، په ګډون د پروان، بامیان، میدان‌وردګ، کندهار، جوزجان او فاریاب کې د باران او واورې د شدید ورښت له امله ۱۱ تنه مړه او ۴ تنه ټپیان شوي دي.

د دې ادارې مسوولان ډاډ ورکوي، چې له شته امکاناتو په ګټې اخیستنې به زیانمنو ته پر وخت رسېدنه وشي او اړمنو کورنیو ته به خوراکي او غیرخوراکي مرستې و وېشل شي.

د ټولګټو وزارت بیا وايي، د درنو واورو، دوامداره توپانونو او بادونو له امله، د سالنګ لویې لارې په ګډون، په هېواد کې یو شمېر لویې لارې او سړکونه په لنډ مهالې توګه د ترافیکو پرمخ تړل شوې دي.
د یاد وزارت د ویاند په وینا، د هوا خرابوالي د مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو  تګ راتګ ستونزمن کړی دي.
دغه وزارت زیاته کړې چې هڅه کوي د خپلو کارکوونکو او قراردادی شرکتونو په همکارۍ بندې شوې لارې پاکې او د ترافیکو پر مخ پرانیزي.

د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق شناس په دې اړه وايي: « د سالنګونو په ګډون، د بامیان، ‌ډایکندي، غور، خوست، پکتیا، میدان‌وردګ او غزني لارې د واورې د ورښت او دوامدارو توپانونو له امله د ټرافیک پر مخ تړل شوې دي.»

د سالنګ لویه لاره، چې د هېواد یو له مهمو لارو څخه ده، د درنو واورو او تیزو بادونو له امله تړل شوې او تګ راتګ ورباندې بند دی.

موټر چلوونکی، امیر داسې وايي: « موږ د مزارشریف پر لور په حرکت کې وو، خو له پرون راهیسې تر اوسه واوره ډېر په شدت ورېږي او د سالنګ لویه لاره په بشپړه توګه تړل شوې ده.»

د کابل اوسېدونکی، عنایت الله هم وايي: « دوه ورځې کېږي چې په سالنګ کې بند پاتې وو. د تګ‌راتګ اجازه را نه کړل شوه او اړ شوو بېرته کابل ته راوګرځو.»

د لارو بندیدل نه یوازې د ټرافیکي ستونزو او د مسافرینو ځای پر ځای کېدل رامنځته کوي، بلکې کولی شي په سیمه ییز اقتصاد، د توکو لیږد او لرې پرتو سیمو ته د خدماتو وړاندې کولو باندې هم منفي اغیزه وکړي.
په ورته مهال، د میدان وردګو یو شمیر اوسېدونکي له اسلامي امارته غواړي چې د لویو لارو بیا پرانیستلو ته جدي پاملرنه وکړي.

د میدان وردګو اوسېدونکی، سعید الرحمن احمدي هم په دې اړه وايي: « له تېرې ورځې راهیسې چې د واورې ورښت پیل شوی، د ولسوالیو مواصلاتي لارې تړل شوې دي او خلک له جدي ستونزو سره مخ دي.»

افغانستان د غرنیو سیمو او سخت ژمي په لرلو سره تل په مهمو لارو، په ځانګړې توګه د هیواد په شمال او سویل کې له ټرافیکي ستونزو سره مخ کیږي.
د سالنګ لویه لاره، چې د شمالي ولایتونو او کابل ترمنځ یو له مهمو ټرانزیټي او نښلونکو لارو څخه ده، ډیری وخت په ژمي کې د هوا د سړښت او درنو واورو له امله بندیږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د واورې او باران شدید ورښت ۱۱ تنه مړه کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*