
د وروستۍ زلزلې له امله د وارداتي برېښنا د مزي پرې کېدل
برېښنا شرکت وایي، د تیرې شپې زلزلې له امله د اوزبېکستان وارداتي برېښنا مزي په ځینو ځایونو کې پرې شوې دي او پرچاوۍ یې رامنځته کړي دي.
د برېښنا شرکت ډاډ ورکړی چې د وارداتي برېښنا مزي بېرته نښلول شوي او زیاتوي چې د تاجېکستان ۲۲۰ کیلوولټه وارداتي مزه چې د زلزلې له امله پرې شوې وه، هم بېرته نښلول شوې ده.
د دغه شرکت ویاند نن سهار ویلي و چې د اوزبېکستان او تاجېکستان د وارداتي برېښنا مزي پرې شوي دي.
محمد صادق حقپرست، د برېښنا شرکت ویاند، ویلي: «د برېښنا شرکت تخنیکي ټیمونه د دواړو برېښنا مزو د بېرته نښلولو لپاره جدي هڅې کوي.»
د اوزبېکستان د وارداتي برېښنا د مزو له پرې کېدو وروسته، چې د وروستۍ زلزلې له امله رامنځته شوې، د پلازمېنې اوسېدونکي غواړي چې دغه مزي ژر تر ژره مرمت شي. د دوامدارې برېښنا شتوالی د هېواد د اوسېدونکو، په ځانګړي ډول د پلازمېنې د اوسېدونکو له مهمو غوښتنو دی.
د کابل اوسېدونکي، خیرمحمد وویل: «ژمی را روان دی او برېښنا باید ژر و نښلول شي. خلک برېښنا ته اړتیا لري.»
همایون چې د کابل بل اوسېدونکی دی وايي: «ټول سیستمونه، په ځانګړي ډول په کابل کې، له برېښنا سره تړلي دي. که کور وي، که کارخونه یا لوړپوړې ودانۍ، هر څه برېښنا ته جدي اړتیا لري»
شنونکي وايي چې د دې ستونزې دایمي حل لاره د هېواد د کورنیو سرچینو کارول دي، څو د خلکو د برېښنا اړتیاوې پوره شي.
عبدالظهور مدبر، د اقتصادي چارو شنونکي، طلوعنیوز ته وویل: «موږ یوازې د اوبو له لارې په افغانستان کې ۲۳ زره مېګاواټه برېښنا تولیدولی شو، چې له هغې څخه ۱۰ زره مېګاواټه زموږ د اړتیا لپاره بسنه کوي، او پاتې ۱۳ زره مېګاواټه نورو هېوادونو ته صادرولی شو. پر کورنیو سرچینو کار کول د دې ستونزې بنسټیزه حل لاره ده.»
دا په داسې حال کې ده چې هر کال د ژمي له راتګ سره، په هېواد کې د برېښنا پرې کېدنې زیاتېږي، چې دا موضوع د هېوادوالو، په ځانګړي ډول د پلازمېنې اوسېدونکو، د اندېښنې لامل ګرځي.
لومړی نظر وکړئ on "د وروستۍ زلزلې له امله د وارداتي برېښنا د مزي پرې کېدل"