تېرو څلورو ورځو کې د ورښتونو او سېلابونو له امله ۲۸ تنه مړه دي

💬0

تېرو څلورو ورځو کې د ورښتونو او سېلابونو له امله ۲۸ تنه مړه دي

د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ادارې ویاند، محمد یوسف حماد ویلي د ولایتي ریاستونو د راپورونو له مخې د روانې وري میاشتې له ۶مې راهیسې د ورښتونو او سېلابونو او تالندې برېښنا له امله په ګڼو ولایتونو کې ۲۸ تنه مړه او ۴۹ نور ټپیان دي.

د هغه په وینا په دغو ولایتونو کې  کابل، کاپیسا، پروان، پنجشیر، بامیان دایکنډي، پکتیا، پکتیکا، لوګر، زابل، کندهار، هلمند، هرات غور، بلخ، بادغیس، سمنګان، سرپل، بغلان، تخار، جوزجان، فاریاب، بدخشان، ننګرهار او لغمان شامل دي.

په دغو سیلابونو کې ۵۶۸ کورونه او لس هټۍ ویجاړې شوي، ۹۳ کیلومټره سړکونه او شاوخوا ۲۴۴ څاروي له منځه تللي دي.

د بدخشان اوسېدونکی، نذیرمحمد وایي: «بدخشان یو له غرنیو ولایتونو څخه دی او له همدې امله د کلیو اوسېدونکي ډېر د سېلابونو او ورښتونو له خطر سره مخ دي.»

د غزني اوسېدونکی، سیدجواد هم وایي: «هغه کسان چې د سېلابونو او بارانونو له امله یې کورونه او باغونه له منځه تللي، بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او باید ورسره همکاري وشي.»

د حماد په وینا دغو ورښتونو کې ۱۱۳۰ کورنۍ هم زیانمنې شوې دي.

هغه زیاته کړې د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ادارې زیانمنو کورنیو ته نغدي او غیر نغدي مرستې، خوراکي توکي او نورې مرستې استولې دي.

اوچا ټینګار کوي چې د بشري مرستو ډلې په سیمو کې حضور لري او د زیانمنو د بیړنیو اړتیاوو د ارزونې او رسېدنې په حال کې دي.

اقتصادي کارپوه، شمس‌الرحمان احمدزی وایي: «موږ کولی شو د داسې ناورینونو مخه ونیسو، خو دا کار لا ډېرو پانګونو ته اړتیا لري او اړینه ده چې مرستندویه بنسټونه په دې برخه کې له حکومت سره همکاري وکړي.»

په داسې حال کې چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې له زیانمنو هېوادونو څخه ګڼل کېږي او د دې ډول پېښو تکرار ښيي چې د مخنیوي تدابیرو او له سمې پلان جوړونې پرته به د ځاني او مالي زیانونو خطر پر خپل ځای وي.

دغې اداره له هېوادوالو غواړي چې د ځان او کورنۍ ساتنه وکړي له سیندونو او سیلابونو سره له مخ ځایونو ځانونه لرې وساتي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "تېرو څلورو ورځو کې د ورښتونو او سېلابونو له امله ۲۸ تنه مړه دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*