د ورښتونو له امله په ۳ ولایتونو کې له ۷۰۰ زیاتې کورنۍ زیانمنې شوي

د ورښتونو له امله په ۳ ولایتونو کې له ۷۰۰ زیاتې کورنۍ زیانمنې شوي

له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې د شمېرو له مخې، د کابل، لغمان او کاپیسا په ولایتونو کې د باران او ږلۍ له امله ۷۲۱ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

د یادې ادارې ویاند وایي، چې ګڼ شمېر استوګنیزې ودانۍ په نیمه او بشپړ ډول ویجاړې شوې او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم زیانمنه شوې ده.

په همدې حال کې بیا د ځینو سیمو څو کیلو متره سړکونه هم تخریب شوي په یو شمېر سیمو کې څو کیلومتره سړکونه خراب شوي او دغه راز بیا کاپیسا کې د یو فارم درې زره چرګان هم له منځه تللي دي.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې ویاند، محمد یونس حماد په دې اړه داسې وايي: «په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په کابل، کاپیسا او لغمان ولایتونو کې د ږلۍ، بارانونو او سیلابونو له امله ۱۵ کورونه په نسبي توګه او درې کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي. همدا رنګه پنځه کیلومټره سړک او ۲ زره ۴۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه هم له منځه تللې او ټولټال ۷۲‍۱ کورنۍ زیانمنې شوې دي.»

یوشمېر هېوادوال چې د سېلابونو او سختې ږلۍ له امله زیانمن شوي، وایي چې باغوانانو او بزګرانو ته درانه مالي زیانونه اوښتي او همداراز، په یو شمېر سیمو کې سړکونه، پلونه، پلچکونه او د اوبو کانالونه ویجاړ شوي دي.

د کاپیسا اوسېدونکی، شاه لالا وايي: «ډېر خطرناک سیلاب راغلی، انار، فصلونه او کورونه هرڅه یې زموږ ویجاړ کړي دي. ږلۍ شوې او زموږ فصلونه یې له منځه هم وړي دي.انار او املوک او نور فصلونه یې هم زموږ خراب کړي دي.»

 کابل کې بڼوال، عزت‌الله هم په دې اړه داسې وايي:  «ږلۍ وشوه او غټه غټه ږلۍ وه. انار یې یو هم نه دی پرېښی، دا خو تنکي انار وي، دا یې ټول له منځه وړي دي.»

د لغمان اوسېدونکی، نوید کاکړ هم وايي: «زموږ په قلا او کوټو ته هم اوبه ولاړې، تقریباً یو جریب باغ د انار و چې مکمل تخریب شوی دی. هرڅه پکې له منځه تللي دي. عمومي لار هم ویجاړه شوې ده.»

په همدې حال کې، د هوا پېژندنې ریاست بیا په ۱۷ ولایتونو کې د سختو بادونو، بارانونو او سیلابونو د راوتلو خبر هم ورکړی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ورښتونو له امله په ۳ ولایتونو کې له ۷۰۰ زیاتې کورنۍ زیانمنې شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*