
د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، دغه ولایت کې د ورېښمو چینجیو د روزنې صنعت په پام وړ ډول غوړېدلی دی.
د دغه ریاست د مسوولینو په خبره، سږ کال د ځینو موسسو له لوري له کروندګرو او کلیوالي سیمو اوسېدونکو سره د ورېښمو چنجیو څه باندې شپږ زره صندوقه مرسته شوې ده.
ویل کېږي چې د ورېښمو چینجيو له هر صندوقه تر لس کیلو ګرامه تار ترلاسه کیږي چې هر کیلو ګرام تار په بازار کې له زرو تر ۱۵۰۰ افغانیو پورې پلورل کیږي.
د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د الوتونکو، کبانو او حشراتو څانګې مسوول، فهیم فایض و ویل: «په تېرو کلونو کې چې هېواد له ستونزو سره مخ و، د ورېښمو چینجي صنعت هم ښه نه و، خو اوس ګڼې موسسې او د کرنې ریاست هڅه کوي چې دا صنعت وده وکړي.»
د هرات د ورېښمو تولیدونکو ټولنې مرستیال، احمدشاه قوامي طلوعنیوز ته و ویل: «شاوخوا پنځه نیم تر شپږ زره کسان یوازې په زندهجان ولسوالۍ کې د پاڼو ټولولو، کار او د ورېښمو چینجیو روزنه کې بوخت دي. دا یو داسې صنعت دی چې ټوله ټولنه بوختوي، له اووه کلن ماشومه تر اتیا کلن کس پورې ټوله کورنۍ پرې کار کوي. د چینجیو د روزنې موده یو میاشت وخت نیسي او که یوه کورنۍ له ۴ تر ۵ صندوقه ولري، نو له ۵۰ زرو تر ۶۰ زرو افغانیو عاید ترلاسه کولی شي.»
ځینې کروندګر وايي، د ورېښمو چنجیو روزنې صنعت په هرات کې د کورنیو اقتصادي ودې لپاره اغېزناک ګڼل کیږي.
د ورېښمو تولید له پیله تر حاصل ورکولو یوه میاشت وخت نیسي. کروندګر وايي، د ورېښمو تار تولید سره یې د کورنیو اقتصادي وضعیت ښه شوی دی.
هرات کې کروندګر، عبدالقدیر عصمتي و ویل: «د ورېښمو چینجې د روزنې صنعت که څه هم زیار ایستلو ته اړتیا لري خو له اقتصادي پلوه ډېره ګټه لري. که وپېرل شي او صادر شي، نو ښه ده او خلکو سره له اقتصادي اړخه مرسته کوي.»
بل کروندګر، نثار احمد و ویل: «دغه صنعت ښه حلال عاید لري. له لسو تر شل ورځو شپه او ورځ کار کوو او ښه عاید ترلاسه کوو.»
د ورېښمو اوبدلو صنعت د هرات له پخوانیو صنایعو ګڼل کیږي چې د سیمهییزو مسوولینو په خبره، له دوه زره کاله زیاته تاریخي مخینه لري.
د هرات په ځینو ولسوالیو په ځانګړي ډول په زنده جان ولسوالۍ کې زرګونه تنه د ورېښمو پر تولید او صنعت بوخت دي.
dcmcrc