د وطني غالیو پر بازارونو د بهرنیو غالیو د وارداتو اغېزې

Loading

بلخ کې د غالیو پلورونکي وايي، د وطني غالیو پلور بازار پیکه کېدو له امله د دغو د غالیو ډېری هټۍ تړل شوې دي.

د بلخ اوسېدونکی حفیظ الله سادات چې له تېرو درېیو لسیزو راهیسې وطنۍ غالۍ پلوري، وايي د وخت په تېرېدو سره په کوردننه د وطني غالیو پیرېدونکي کم شوي او ډېری هېوادوال بهرنۍ غالۍ پېري.

حفیظ الله سادات د طلوع‌نیوز خبریال ته و ویل: « انشاالله چې ټول هېوادوال د وطني غالیو کارونې ته مخه کړي ځکه د دوی په اقتصادي ګټه ده، که یوه بهرنۍ غالۍ یو یا دوه کاله وکاروي بیا یې څوک نه پېري، خو وطنۍ غالۍ په کلونو کارول کیږي او ان نسلونه ترې کار اخلي.»

بلخ کې د غالیو پلورونکي، شهاب الدین امیري و ویل: « د غالیو پلورولو شاوخوا ۵۰ هټۍ وې او شاته کوڅه کې هم لمڅي پلورل کېدل، خو اوس یوازې لس دوکانونه پاتې دي او نور ټول بهر کې غالۍ پلوري.»

ځینې نور غالۍ پلورونکې بیا په دې باور دي چې هېواد ته د ایراني، ترکي او ازبیکستاني غالیو وارداتو د کورنیو غالیو پیرېدونکي کم کړي دي. 

بلخ کې غالۍ پلورنکی عبدالکریم وایي: « دې ورځو کې مو د غالیو کاروبار له پرځېدو سره مخ دی، هیڅوک وطنۍ غالۍ نه پېري. دا چې موږ له پلاره غالۍ پلورونکي یو او یوه پېړۍ کیږي چې غالۍ پلورو خپله هټۍ مو ساتلې ده خو داسې حال کې چې یوه کال کې مو دوه غالۍ هم نه دي پلورلي.»

یو بل غالۍ پلورونکي، حکمت الله و ویل: « تېر کې به حکومتونو د غالیو له صنعت کارانو ملاتړ کاوه او له اسلامي امارته هم غواړو چې نندارتونونه ترسره کړي چې د غالیو د پلور بازار یو ځل وغوړیږي او خلک د غالیو پېر ته وهڅول شي.»

خو د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست د اسلامي امارت له لوري د کورنیو غالیو تولیدونکو ملاتړ په موخه پر وارداتي غالیو د مالیاتو له لوړولو ډاډ ورکوي.

د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مرستیال، نصیر احمد نیازي و ویل:« په رښتیا چې د افغانستان غالۍ د افغانانو هویت دی او دغه برخه کې اسلامي امارت ډېر کارونه او هڅې کړې دي، هغه غالۍ چې له ګاونډيو هېوادونو واردیږي مالیه یې ډېره شوې او دغه راز موږ هڅې کوو چې په کور دننه او بهرن د غالیو د پلور بازار وغوړیږي.»

د شمالي ولایتونو ډېری اوسېدونکي چې وطني غالۍ کاروي، وايي وطني غالۍ له ځانګړي کیفیت او ښکلا برخمنې دي او دغه راز له روغتیايي اړخه هم ګټورې دي خو د بیو لوړوالي له امله یې په کوردننه پیرېدونکي کم شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د وطني غالیو پر بازارونو د بهرنیو غالیو د وارداتو اغېزې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*