د وېرې ختمولو هڅې؛ کونړ کې زلزله ځپلو ماشومانو ته د لوبو ټولګي جوړ شوي

د وېرې ختمولو هڅې؛ کونړ کې زلزله ځپلو ماشومانو ته د لوبو ټولګي جوړ شوي

دولس کلن فریدالله چې د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ د دېوه ګل درې د سپېرکو بانډې اوسېدونکی دی وروستۍ وېجاړونکې زلزله کې یې د خپلې کورنۍ ځینې غړي شهیدان او ټپیان شوي چې دی یې له رواني ستونزو سره مخ کړی دی.

دی د نورو ماشومانو په څېر د زلزله ځپلو په لنډمهالي  میشت غالي کې په یوه دوستانه محل کې د خپل ښوونکي له لوري پر زدکړو او لوبو بوخت ساتل شوی؛ ترڅو یې ذهن ارام او رواني خوندیتوب ومومي.

فریدالله د طلوع نیوز خبریال ته و ویل: « یوه مې د تره ښځه مړه ده، یو مې ورور زخمي دی، یوه مې خور زخمي ده او د کورنۍ نور غړي مو هم زخمیان دي، زلزلې سخت وېرولي یو، چې اوس هم د زلزلې شېبې را په یاد شي وېرېږو او ذهني مشکل یې راته پیدا کړی.»

که څه هم د کونړ زلزله کې زرګونه کسان مړه او ټپیان شوي او د هغوی کورنیو ته یې ژر هېرول سخت دي؛ خو په دغو دوستانه محلونو کې د رواني ستونزو پر وړاندې شوې هڅې مثبتې بلل شوي او زلزله ځپلې یتیم او بې سرپرسته ماشومان د دغه بهیر پر دوام ټینګار لري.

زلزله ځپلې ثنا و ویل: « دلته یې زمونږ لپاره صنف جوړ کړی، هم په کې لوبې کوو او هم په کې درسونه وایو، استادان هم راسره ډېره خواري کوي.»

بل زلرله ځپلي ګل نذیر و ویل: « زلزلې راته رواني ستونزې پیدا کړي، مونږ ته دې دا صنفونه نور هم جوړ شي، د لوبو وسایل دې راکړل شي، چې ذهن مو ورسره بدل شي؛ ځکه مونږ لا هم وېرېږو او د زلزلې وېره راسره ده.»

ورته مهال د کونړ سیمه ییز مسوولین وايي، په زلزله ځپلو سیمو کې یې د ماشومانو اړوند ۱۳ دوستانه محلونه جوړ کړي چې موخه یې د یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو رواني خوندیتوب دی.

د کونړ د کارو او ټولنیزو چارو رييس مجیب الله عمر طلوع نیوز ته و ویل: « زلزله ځپلو ماشومانو ته مو ١٣ دوستانه محلونه جوړ کړي، چې په دې کې ٢٠٠٠ ماشومان چې نجونې او هلکان پکې شامل دي د زدکړو او لوبو خدمتونه ورته وړاندې کېږي او هدف مو دا دی چې د دوی رواني اړخ خوندي شي.»

د دغو ماشومانو ښوونکي حضرت جان و ویل: « دې ماشومانو ته والیبال، کرېکټ، فوټبال او د ګوډیانو لوبې ور ښودل کېږي، درسونه ور زده کېږي؛ ځکه دوی زلزلې له رواني پلوه سخت ځپلي، ترڅو د دې پرمټ د دوی روان وژغورل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا کونړ ولایت ته له زلزله ځپلو سیمو د لیدنې په موخه ورغلې وه او له مرستندویه بنسټونو یې د اغېزمنو خلکو د بېړني او بنسټیز ملاتړ لپاره د ۱۳۹ مېلیونه ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د وېرې ختمولو هڅې؛ کونړ کې زلزله ځپلو ماشومانو ته د لوبو ټولګي جوړ شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*