د ټاپی پروژې د مسیر جوړونې کار تر ۸۷ کیلومتره پورې پر مخ تللی دی

د ټاپی پروژې د مسیر جوړونې کار تر ۸۷ کیلومتره پورې پر مخ تللی دی

مسوولانو طلوع‌نیوز ته ویلي دي چې تر اوسه د ټاپي پروژې د ۱۵۳ کیلومتره مسیرڅخه، تر هرات ښار پورې د ۸۷ کیلومتره مسیر د چمتو کولو چارې بشپړې شوې دي.

 د امارتي شرکتونو رییس احمدجان بلال وایي: «کله چې دا پروژه تر هراته ورسېږي، په لومړي پړاو کې به هلته د افغان ګاز وېش پیل شي. په سر کې به ترې صنعتي پارک او د برېښنا ځینې پروژې ګټه واخلي، او ورپسې به دا ګاز د عامو خلکو ته هم ووېشل شي. پر دې سره به د صنعت او برېښنا په برخه کې ښه پرمختګونه او بدلونونه رامنځته شي.»
 
 د افغانستان برېښنا شرکت رییس عبدالباري عمر په دې تړاو وویل:«موږ له ترکمنستان لوري سره هم خبرې کړې دي، څو د ټاپی پروژې د ګاز بیه د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت لپاره وروستۍ شي. له هغې وروسته به موږ بشپړ چمتووالی ونیسو چې د ګاز سټېشنونه جوړ کړو او ترې برېښنا تولید کړو.»

د افغانستان د اسلامي امارت د ویاند مرستیال او د امارتي شرکتونو رییس ټاپي پروژه د هېواد د ځان بسیاینې او د افغانستان د ټرانزیتي موقعیت د مثبتې استفادې لپاره مهم ګام ګڼي او ډاډ ورکوي چې اسلامي امارت د دې پروژې بشپړولو ته ژمن دی.

د افغانستان اسلامي امارت، په ځانګړې توګه د کانونو او پټرولیم وزارت هڅه دا ده چې دا پروژه ژر تر ژره پلي کړي. لومړی پړاو یې هرات ته رسیږي، له هغه وروسته به نورو سیمو ته لکه کندهار ته او دغسې که مخته د پاکستان له لوري هند ته ځي، هغه په نورو هېوادونو پورې اړه لري. کومه برخه چې د افغانستان اړوند ده، هغې ته متعهد او ژمن دی چې څومره چې ژر کېدای شي، بشپړه یې کړي.«
 
د سیاسي چارو شنونکي عبدالحق حماد د دې پروژې د پرمختګ په تړاو وویل: » هرات ښار ته نږدې ۶۶ کیلومتره پاتې ده، په دې معنی چې موږ دې ته نږدې یو چې هرات له ګازو برخمن شي او افغانستان کولای شي په کال کې له ۵۰۰ میلیون متر مکعبو تر دوه میلیارد متر مکعبو ګازو استفاده وکړي.«

د اقتصادي چارو شنونکي هم ټاپي پروژه د انرژۍ یوه عادي پروژه نه ګڼي. د دوی پر باور، اصلي اهمیت یې د افغانستان د ټرانزیتي موقعیت په وړتیا کې نغښتی دی.
 
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالظهور مدبر وویل، »په غونډو او خبرو اترو سره، موږ کولای شو په هېواد کې د ټاپي پروژې بهیر ګړندۍ کړو، او دا کولای شي موږ ته د نقدینه ګۍ اسانتیاوې برابرې کړي.«

ټاپي پروژه، چې موخه یې سویلي اسیا ته د ترکمنستان د ګازو لېږد او د سیمې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ پیاوړې کول دي، د هېوادونو ترمنځ یې تړون او په سیمه‌ییزه کچه یې رسمي پرانیسته په ۲۰۱۵ کال کې وشوه. خو د مالي، سیاسي او امنیتي ستونزو له امله، د افغانستان په برخه کې کار څو ځله وځنډېد او په پای کې د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې بېرته پيل شو.

په داسې حال کې چې د ټاپي پروژې نل لیکې د افغانستان په خاوره کې پر مخ ځي، دا پروژه د ډېرو لپاره یوازې یوه تخنیکي طرحه نه ده، بلکې د راتلونکي هیله ده، هغه هیله چې افغانستان د سیالۍ د میدان پر ځای د سیمې د نښلولو پر پله بدلوي.
 

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ټاپی پروژې د مسیر جوړونې کار تر ۸۷ کیلومتره پورې پر مخ تللی دی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*