د افغانستان له احتمالي ګواښونو د ټولیز امنیت تړون سازمان اندېښنه

💬0

د افغانستان له احتمالي ګواښونو د ټولیز امنیت تړون سازمان اندېښنه

د ټولیز امنیت تړون سازمان تر چتر لاندې د افغانستان کاري ډلې غونډه  ترسره شوه.

د غونډې ګډونوالو د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې او د افغانستان له خاورې یې د احتمالي ګواښونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړه.
د یاد سازمان د خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې د افغانستان د بدلونونو پر دوامداره څارنې او په دې هېواد کې د سولې له بهیرونو څخه پر ملاتړ هوکړه شوې ده.

د سیاسي چارو شنونکي، نجیب‌الله هوتک په دې اړه و ویل: «اوس چې په افغانستان کې د سولې او امنیت فضا رامنځته شوې ده، نړۍ باید له افغانستان سره تعامل وکړي. که په رښتیا افغانستان ناامنه شي، د سیمې او نړۍ هېوادونه به هم خوندي پاتې نه شي.»

ګډونوالو دغه راز له افغانانو سره د بشري او اقتصادي مرستو پر دوام هم ټینګار وکړ.

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالظهور مدبر وايي:« بهرنۍ مرستې که د زړې او کمزورې اقتصاد ترڅنګ د تولیدي اقتصاد پر لور وکارول شي، په اوږد مهال کې کولای شي د هېواد لپاره ګټورې تمامې شي.»

اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې څو ځله ویلي چې د افغانستان له خاورې څخه نورو هېوادونو ته هېڅ ګواښ نه شته.

د بهرنیو چارو وزیر، امیر خان متقي ویلي: « زموږ هېوادونه باید په نړۍ کې تر ټولو خوندي وي او خلک یې په امن فضا کې ژوند وکړي. موږ به د امنیت د ګډوډوونکو ټولو عواملو پر وړاندې هر اړخیزه، بنسټیزه او پراخه مبارزه وکړو.»

د یادونې وړ ده چې د ټولیز امنیتي تړون سازمان د روسیې په ګډون د منځنۍ آسیا له شپږو هېوادونو جوړ دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان له احتمالي ګواښونو د ټولیز امنیت تړون سازمان اندېښنه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*