
د ټولییز امنیت سازمان د افغانستان او تاجکستان د پولې د لا خوندیتابه تکل لري
د ټولییز امنیت سازمان عمومي منشي ویلي، د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د پولې د امنیت د لا خوندیتوب لپاره تاجکستان ته وسلې او پوځي تجهیزات ورکوي.
د ټولیز امنیت تړون سازمان (CSTO) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د دغه سازمان سرمنشي ایمانګلي تاسماګامبیتوف ویلي، د دغه سازمان غړو هېوادونو چې بلاروس، قزاقستان، قرغېزستان او روسیه پکې شامل دي، د سیمې له ثباته د ملاتړ په موخه له افغانستان سره خپل ډیپلوماټیک تعامل زیات کړی.
د دغه سازمان سرمنشي همداراز په ۲۰۲۶ میلادي کال کې د تاجکستان او افغانستان د پولو د پیاوړتیا په موخه د وسلو او پوځي تجهیزاتو د سپارلو خبر ورکړی دی.
د ټولیز امنیت د تړون سازماند خبرپاڼې یوه برخه کې راغلي: «طالبانو ثابته کړې چې د یوه اوږدمهالي سیاسي تعامل په توګه عمل کوي. د ټولییز امنیت تړون سازمان ځینو غړو هېوادونو (بلاروس، قزاقستان، قرغېزستان او روسیې) په دغه هېواد کې د ټولنیز ثبات او امنیت په موخه له افغان چارواکو سره خپلې دوه اړخیزې اړیکې زیاتې کړې دي.»
پخوانی ډيپلوماټ، عزیز معارج وايي: د ټولییز امنیت له نومه ښکاري چې د سیمې امنیت د دوی په غاړه دی خو دوی باید له اسلامي امارت سره د تعامل له لارې رامخکې شي، ځکه اندېښنه یې له نشه يي توکو هم ده او نور مسایل هم دي نو باید تعامل وکړي.
د سیاسي چارو شنونکي ټینګار کوي، چې د افغانستان او تاجیکستان تر منځ باید د باور فضا رامنځته شي.
د سیاسي چارو شنونکی، ادریس محمدي ځاځی وايي: د باور فضا رامنځته کولو لپاره باید دواړه هېوادونه ګام واخلي او هغه کړنې ترسره کړي چې د باور فضا لا نوره پیاوړې شي.
د سیاسي چارو یو بل شنونکی، جنت فهیم چکري هم بیا وايي: ټولییز امنیت سازمان خو خپله اندېښنه څرګنده کړې خو اسلامي امارت هم په کراتو ویلي چې اجازه نه ورکوي چې له خاورې یې چاته ګواښ پېښ شي.
تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد له تاجیکستان سره د افغانستان اړیکې مثبتې بللې وې او ټینګار یې کړی و، چې له دغه هېواد سره هېڅ ډول ستونزه نه شته.
نوموړي همداراز د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د باور د کچې لوړولو او د امنیتي او سرحدي ننګونو د حل لپاره د نړیوالو اصولو پر بنسټ، د ګډو هڅو پر اهمیت ټینګار کړی و.
لومړی نظر وکړئ on "د ټولییز امنیت سازمان د افغانستان او تاجکستان د پولې د لا خوندیتابه تکل لري"