د پاکستاني درملو پر وارداتو بندیز پلي کېدل پیل شول

💬0
منبع

د پاکستاني درملو پر وارداتو بندیز پلي کېدل پیل شول

د اسلامي امارت د مالیې وزارت وایي، د ریاست‌ الوزرا د اقتصادي معاونیت د پرېکړې او لارښوونې پر بنسټ، له نن دوشنبې وروسته له پاکستانه افغانستان ته د هر ډول درملو واردول منع شوي دي.
د دې وزارت په وینا، له هغو کسانو سره به چې درمل په قاچاقي ډول وارد کړي، قانوني چلند وشي او نیول شوي درمل به د محکمې د حکم له مخې له منځه یوړل شي.
په ورته مهال، د سوداګرۍ او پانګونې خونه ټینګار کوي چې دا پرېکړه کولای شي مثبتې پایلې ولري؛ د کورني تولید له ودې نیولې بیا په بازار کې د کیفیت لرونکو درملو تر ځایناستو او د وارداتو د بدیلو لارو تر رامنځته کېدو پورې.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرایيوي رییس، محمد ولي امیني په دې اړه وايي: « کله چې دغه مهلت پایته ورسیږي، بدیل یا مناسبې لارې وي، له دې جملې دا چې موږ کولی شو تر ډېره کورني تولید لور ته ولاړ شو. هغه صنعت او کورنی تولید چې مخکې یې ډېر واردو، اوس یې هم عملي تولید په هېواد کې ممکن دی.»

بل لورته، حکمت ‌الله چې د کابل ښار د یو درملتون مسوول دی، وایي چې په ډېرو مواردو کې د کورني تولید درملو کیفیت د پاکستاني وارداتي درملو په پرتله ښه دی.
نوموړی ټینګار کوي چې د خلکو د باور ترلاسه کولو لپاره په دې برخه کې پراخ عامه پوهاوي ته اړتیا ده.

د درملتون څښتن، حکمت ‌الله هم ویلي: « ځینې خلک د درملو پوښونه راوړي او غواړي چې پاکستانی درمل ورته ورکړ شي، خو هغوی نه پوهېږي چې هغه درمل چې په هېواد کې تولیدېږي، کیفیت یې غوره دی.»

د پلازمېنې اوسېدونکي هم د یو شمېر پاکستاني درملو د ټیټ کیفیت په اړه اندېښنه لري او له پاکستانه د درملو د واردواتو د بندولو په اړه د اسلامي امارت د پرېکړې هرکلی کوي.

د کابل اوسېدونکی، احمد بیا په دې اړه داسې وايي: « هغه پاکستاني درمل چې پخوا را راتلل، ځینو یې ښه کیفیت نه درلود او ناروغي یې نه ښه کوله.»

تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت هم د هېواد د درملو بازار د بشپړېدو ډاډ ورکړی وو.
د دې پرېکړې پیل د روان کال د لړم په ۲۱ وشو، هغه مهال چې د ریاست ‌الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، مالیې وزارت ته لارښوونه وکړه چې د درې میاشتو په موده کې له پاکستانه د درملو واردات ودروي او له محصول‌ اخیستو یې هم ډډه وکړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د پاکستاني درملو پر وارداتو بندیز پلي کېدل پیل شول"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*