
افغانانو ته د پاکستاني پولیسو خبرداری: د نه وتلو په صورت کې مو مېنې ویجاړوو
د پاکستان امنیتي ځواکونو بلوچستان کې افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی، که خپلې هټۍ او مېنې پرېنږدي؛ نو دوی به یې ونړوي.
بل لورته له پاکستانه تازه را ایستل شوي افغان کډوال وايي، هلته پر کډوالو د ژوند کړۍ دومره تنګه شوې، چې شتمني یې لوټل کیږي او دوی له دلیل او جرم پرته زندان ته اچول کیږي.
له پاکستانه تازه راستون شوي، محمد و ویل: «زموږ پر کورونه یې چاپې وهلې، زموږ د کور ټول توکي یې لوټل او موږ یې زنداني کولو. موږ د خپل عزت په خاطر هېواد ته راغلو.»
بل راستون شوي، حیات الله و ویل: «زه یې یو ځل زنداني کړم، بیا مي ځان په ۱۵ زره افغانۍ خوشې کړو، حالت ډېر سخت و او موږ نور پاکستان کې ژوند نشوای کولای.»
مسوولين هم پاکستان کې له افغان کډوالو سره د کېدونکي چلن په اړه اندېښمن دي او وايي، یوازې په تېره يوه اونۍ کې ۸ زره او ۵۰۰ افغانان له پاکستانه را ایستل شوي دي.
د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ د کډوالو د ثبت مسوول، عبداللطیف حکيمي په دې اړه و ویل: «پاکستان کې د وضعیت خرابېدو سره هغو کډوالو د راستنېدو بهیر هم چټک شوی او یوازې تېره اونۍ ۸زره او ۵۰۰ کډوال د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.»
د مالوماتو پر بنسټ، پاکستان کې د افغان کډوالو د ځورونو له امله د سپين بولدک ترڅنګ د هلمند له بهرامچې لارې هم د راستنېدونکو کډوالو شمېر زيات شوی دی.
مسوولين وایي، تېرو نهو ورځو کې له یادې لارې ۳ زره او ۵۴۰ افغانان په جبري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.
لومړی نظر وکړئ on "افغانانو ته د پاکستاني پولیسو خبرداری: د نه وتلو په صورت کې مو مېنې ویجاړوو"