د پاکستان پوځ وایي دوشنبه جنوري ۱۳ ( مرغومي ۲۴) د دې هیواد د بلوچستان په ولایت کې په څو چاپو کې لږ تر لږه ۲۷ وسله وال وژلي دي.
د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې دا چاپې د بلوچستان ولایت په جنوب لویدیځ کې د کچې په ولسوالۍ کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس شویدي.
په اعلامیې کې ویل شوي چې پدې چاپې کې وژل شوي “ترهګر” هغوي و چې د امنیتي ځواکونو او “بې ګنا ملکیانو پر ضد په ګڼ شمیر ترهګریزو فعالیتونو” کې یې لاس درلود او امنیتي ځواکونه ورپسې ګرځیدل.
سره لدې چې د پاکستان د پوځ په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې وژل شوي وسله وال د کومې ډلې غړي و خو پدې ولایت کې د کالونو راهیسې بلوڅ بیلتون غوښتونکي د حکومت پر ضد وسله واله مبارزه کوي.
دا وسله وال اکثریت بریدونه د پاکستان په پوځ او امنیتي ځواکونو کوي.
تازه برید یې د روانې جنوري میاشتې په څلورمې د تربت په ولسوالۍ کې د پاکستان په نیمه پوځي ځواکونو وشو چې د همدې ځواکونو په ګډون پکې لږ تر لږه شپږ کسان ووژل شول.
د فرانس پرس اژانس د راپور په اساس په دې چاودنه کې د پاکستان د نیمه پوځي ځواکونو یو بس چې د کراچۍ له ښار څخه د تربت په لور روان و د دې ښار په شاوخوا اوه کیلومترۍ کې په نښه شوی و.
د بلوڅ بېلتونپالو ډلې په پرله پسې توګه د هغو بریدونو مسولیت په غاړه اخیستی چې پکې پاکستاني عسکر او د نورو ایالتونو وګړي په ځانګړې توګه پنجابیان په نښه شوي دي.
په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې په ځانګړې توګه په بلوچستان او خیبر پښتونخواه ایالتونو کې د بریدونو او ناامنیو پېښې زیاتې شوې دي.
د پاکستان د پوځ د راپور په اساس یوازې په ۲۰۲۴ کال کې ۳۸۳ سرتیري او ۹۲۵ وسلهوال په مختلفو بریدونو او نښتو کې وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې په وروسته پاتې ایالت بلوچستان کې چې له افغانستان او ایران سره ګډه پوله لري د فرقهيي، قومي او بېلتونپالو د تاوتریخوالي په وړاندې جنګ کې ښکېل دی.
د بلوڅو وسلهوال غورځنګ تر ډېره په دې ایالت کې د برېښنا هغه پروژې چې د بهرنیانو په ځانګړې توګه د چین لخوا تمویلېږي په نښه کړي او بهرنیان یې د دې سیمې د بډایه زیرمو په لوټلو تورن کړي دي.
دغه غورځنګ د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې د کویټې د ریل ګاډي پر یو تمځای هم برید وکړ چې پکې د ۱۶ پاکستاني عسکرو په ګډون لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل شول.
د تېر کال په اګست میاشت کې هم د بلوڅ بېلتونپالو غورځنګ لسګونو بریدګرو په بلوچستان ایالت کې څو بریدونه وکړل چې له امله یې لږ تر لږه ۳۹ کسان ووژل شول.
لومړی نظر وکړئ on "د پاکستان امنیتي ځواکونو بلوچستان کې ۲۷ یاغیان وژلي دي"