
د پاکستان کراچۍ کې د اورلګېدنې د قربانیانو شمېر ۶۰ ته ورسېد
وروسته له هغې چې د پاکستان د کراچۍ په یوه څوپوړیز سوداګریز مرکز کې د اورلګېدنې له پېښې وروسته لږ تر لږه د ودانۍ د منځني پوړ ۳۰ مړي وایستل شول، د قربانیانو شمېر ۶۰ کسانو ته لوړ شو.
د پاکستان پولیسو ویلي، لا هم یو شمېر کسان نادرکه دي او د هغوی د موندنې لپاره د پلټنې عملیات دوام لري.
رحمت خان، چې یو پلورونکی دی، وايي: «زه څلور ځله پورته او ښکته لاړم او هر ځل مې څلور یا پنځه بکسونه چې د مړو پاتې شوني پکې وو، انتقال کړل. زما د خور زامن هم په هماغو بکسونو کې وو. نه پوهېږم د هغوی هډوکي د نورو کسانو له هډوکو سره ګډ شوي که نه. پاتې شوني د ډياېناې ازموینې ته لېږل شوي دي.»
دغه اورلګېدنه په تېرو څه باندې لسو کلونو کې په کراچۍ کې تر ټولو مرګونې پېښه بلل کېږي.
ګل پلازا سوداګریز مرکز چې له ۱۲۰۰ زیات هټۍ درلودې، د ودونو د جامو، لوبو او د پخلنځي د لوښو د پلور ځای و.
په همدې حال کې د کراچۍ ښار کمېشنر ویلي، د دې پېښې د څېړنې بهیر پیل شوی او چارواکي له بېلابېلو اړخونو د اورلګېدنې لامل څېړي.
د سویلي کراچۍ مرستیال کمېشنر، جاوېد نبي خوسو، وايي: «موږ له ۲۰ تر ۲۵ پورې مړي یا پاتې شوني موندلي او روغتون ته مو لېږدولي دي. د ډياېناې د تجزیې او تحلیل بهیر پیل شوی او زموږ طبي–قانوني ټیم پرې کار کوي.»
د راپورونو له مخې، د دغې اورلګېدنې له امله لا هم ۸۴ کسان نادرکه دي او ګومان کېږي چې ډېری یې خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.
دا پېښه له ۲۰۱۲ کال راهیسې په کراچۍ کې د تر ټولو مرګونو اورلګېدنو له منځه شمېرل کېږي؛ هغه کال چې د یوې کارخونې د اورلګېدنې له امله تر ۲۶۰ زیات کسان وژل شوي وو.
لومړی نظر وکړئ on "د پاکستان کراچۍ کې د اورلګېدنې د قربانیانو شمېر ۶۰ ته ورسېد"