د پاکې انرژۍ له سرچینو د اوبو او انرژۍ وزارت ټینګار

Photo: withrahmat

د پاکې انرژۍ له سرچینو د اوبو او انرژۍ وزارت ټینګار

د اوبو او انرژۍ وزارت ټینګار کوي چې د پاکې انرژۍ د کارونې په هدف ګڼ شمېر فعالیتونه ترسره شوي دي.

د دغه وزارت ویاند، مطیع‌الله عابد وايي، د اوبو د انرژۍ د تولید لپاره څلور بندونه کارول شوي او پر نورو بندونو هم کار روان دی.

هغه وویل: «د انرژۍ د تولید لپاره په هېواد کې پر بېلابېلو بندونو کار روان دی، لکه د فراه بخش‌آباد بند، په کاپیسا کې د باغ‌درې بند او نور بندونه چې کار پرې روان دی. همداراز د لمر له انرژۍ د استفادې لپاره ځینې پروژې پیل شوې دي او ځینې لا هم جریان لري.»

اقتصادي شنونکي بیا د پاکې انرژۍ د کارونې پر اهمیت ټینګار کوي او باور لري چې د پاکې انرژۍ کارونه په هېواد کې د اقتصادي ودې ترڅنګ کولی شي د بریښنا په تولید کې هم هېواد ځان بسیاینې ته ورسوي.

اقتصادي شنونکی‌، شمس‌الرحمان احمدزی په دې اړه وايي: «د انرژۍ او اوبو وزارت مکلف دی چې د اوبو په برخه کې سمه اداره وکړي؛ که دوی د اوبو مدیریت په سمه توګه ترسره کړي، نو موږ کولای شو په راتلونکي کې له همدې اوبو ډېر عواید ترلاسه کړو.»

دغه راز، اقتصادي شنونکی، محمدنبي افغان وویل: «افغانستان ډېرې سرچینې لري چې یوه یې اوبه او باده ده؛ یعنې موږ کولی شو د برېښنا کموالی جبران کړو او حتی نورو هېوادونو ته برېښنا صادره کړو، خو له بده مرغه، د ۵۰ کلونو جګړو له کبله ډېره زیان لیدلی او اوس په دې برخه کې تخصص کم شوی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم برېښنا شرکت په سروبي کې د نږدې ۲۳ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارله.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د پاکې انرژۍ له سرچینو د اوبو او انرژۍ وزارت ټینګار"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*