
د پناه غوښتنې نړۍواله ورځ؛ د افغان کډوالو بې برخلیکه ژوند ته اندېښنې
د کډوالو نړۍواله ورځ په داسې حال کې رارسېدلې ده چې زرګونه افغان کډوال لا هم لالهانده دي او له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.
دغه کډوال نه یوازې په کوربه هېوادونو کې له اقتصادي فشارونو او حقوقي ستونزو سره مخ دي، بلکې وروستیو سیاسي او امنیتي بدلونونو په ځانګړې توګه د ایران او اسرائیلو ترمنځ ترینګلتیا او له پاکستانه جبري اېستلو یې اندېښنې نورې هم زیاتې کړې دي.
له ایرانه را اېستل شوی، عبدالروف محمدي خپله کیسه داسې کوي: «ما چې په وروستۍ شپه حرکت وکړ، جګړه پیل شوې وه. اسراییل برید کړی و. موږ حرکت وکړ او له هغه وروسته مو نور هېڅ ونه لیدل، خو جګړه سخته روانه وه.»
له دې سره هممهاله، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ یو ځل بیا له افغان کډوالو د خپل ملاتړ پر ژمنې ټینګار کړی دی.
دغې ادارې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې له افغان کډوالو، بې ځایه شویو او راستنېدونکو سره به په ځانګړې توګه د سیمې په هېوادونو لکه ایران، پاکستان او منځنۍ آسیا کې د زده کړو، روغتیا او اقتصاد په برخو کې مرسته کوي.
د اروپايي ټولنې په یوه برخه کې راغلي: نن، د کډوالو په نړیواله ورځ اروپايي ټولنه د بې ځایه شویو افغانانو د ملاتړ لپاره خپله ژمنه تازه کوي. په افغانستان او سیمه (ایران، پاکستان او منځنۍ اسیا) کې موږ د کډوالو، راستنېدونکو او بې ځایه شویو د ساتنې، زدهکړو او معیشت ملاتړ کوو.
د کډوالو د حقونو فعال، علي رضا کریمي هم وايي: «د افغانستان خلک په قانوني او ناقانونه ډول د خطرناکو لارو انتخاب کوي. د دې بهیر د راکمولو لپاره، باید دولت یا اسلامي امارت په جدي ډول د سیاسي ثبات پر رامنځته کولو، د امنیت پر تأمین، د اقتصاد پر ښهوالي، د کاري فرصتونو پر پراخولو او د بشري حقونو پر ملاتړ تمرکز وکړي.»
سیاسي شنونکي او د کډوالو د حقونو فعالان پر دې باور دي چې د افغان کډوالو د ناورین د مدیریت لپاره، د کوربه هېوادونو، ملګرو ملتونو او اسلامي امارت ترمنځ نږدې همکاري اړینه ده.
د سیاسي چارو شنونکي، معین ګل څمکني وویل: «کولی شو د افغانستان، پاکستان او ملګرو ملتونو تر منځ یوه کمیټه وټاکو، څو خبرېاترې وشي او بالاخره یوې حللار ته ورسېږو؛ خو د ایستلو اوسنی چلند د منلو نهدی.»
جمعهخان پویا چې د کډوالۍ د حقونو فعال دی وايي: «ضروري ده چې د افغان کډوالو کوربه هېوادونه، لکه ایران او پاکستان، او همداراز نړۍوال سازمانونه لکه UNHCR او IOM، د نړۍوالو اسنادو او کنوانسیونونو، په شمول د جینوا کنوانسیون او ضمیمه پروتوکولونو، له مخې د یو ګډ حللار موندلو هڅې وکړي، څو د مهاجرینو او له خطر سره مخ کسانو ستونزې هوارې شي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي وو، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې، له ګاونډیو هېوادونو ۵ میلیونه او ۹۷ زره افغانان راستانه شوي دي.
لومړی نظر وکړئ on "د پناه غوښتنې نړۍواله ورځ؛ د افغان کډوالو بې برخلیکه ژوند ته اندېښنې"