د پنجشېر-بدخشان سړک چې له پلازمېنې سره نښلي کار یې ۷۰ سلنې پرمختګ کړی

Photo: Ashkhat Jhinghram

د پنجشېر-بدخشان سړک چې له پلازمېنې سره نښلي کار یې ۷۰ سلنې پرمختګ کړی

د دغه سړک د جوړېدو چارې چې ۲۱۰ کیلومټره اوږدوالی او ۱۲ متره پلنوالی لري، د پنجشېر د فوق‌العاده لواء له‌خوا پر مخ وړل کېږي او بدخشان د پنجشېر له لارې له پلازمېنې کابل سره نښلوي.

د پنجشېر د فوق‌العاده لواء د انجنیري مدیر وایي، د دغه سړک د هوارولو او جغل اچولو کارونه ۷۰ سلنې بشپړ شوې دي.

د پنجشېر د فوقالعاده لواء د انجنیرۍ مدیر، نقیبالله فرقاني په دې اړه داسې وايي: دا سړک به همدا ډول تر جرم او بارک ولسوالۍ پورې جوړیږي او ان شاالله کار پرې روان دی او په لنډ وخت کې به جوړ شي.

بل‌ لور ته، د بدخشان اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي چې د دغه سړک د پخولو (قیر کولو) لپاره هم جدي هڅې وکړي.

د بدخشان اوسېدونکي، امامالدین و ویل: دلته به پخوا خلک ډوبېدل، څوک پرې تېرېدای نه شول، بیا په تېرو حکومتونو کې پرې سړک راغی اوس شکر دی په اساسي بڼه جوړیږي.

د دغه ولایت یوه بل اوسېدونکي، حضرت شاه هم په دې اړه داسې و ویل: اوس هم زموږ ولسوالیو او ولایت ته لار لنډه شوې خو چې پوخ (قیر) شي، زموږ ستونزې به ډېرې حل شي.

د پنجشېر د فوق‌العاده لواء مسوولین وایي، دغه سړک به د سالنګ د لارې یوه مناسبه بدیله لار وي او د بدخشان او کابل ترمنځ ۲۳۱ کیلومټره واټن به لنډ کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د پنجشېر-بدخشان سړک چې له پلازمېنې سره نښلي کار یې ۷۰ سلنې پرمختګ کړی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*