
د پنجشېر-تخار سړک د جوړولو کار پیلیږي
د پنجشېر سیمهییز مسوولین وایي د اسلامي امارت د رهبر له لوري د پنجشیر – تخار سړک جوړولو بودجه منظور شوې او ژر به یې عملي چارې پیل شي.
دغه سړک چې ۲۸ کیلومتره اوږدوالی او ۵ متره پلن والی لري د پنجشېر د خاواک او پریان ولسوالۍ د تخار له ورسج ولسوالۍ سره نښلوي، د دغه سړک د جوړولو عملي چارې به ډېر ژر د پنجشېر سیمهییزو مسوولینو له لوري پیل شي.
د دغه سړک پر جوړولو ۲۷۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د اسلامي امارت د رهبر له لوري منظور شوې دي.
د پنجشېر والي، محمد اغا حکیم طلوعنیوز ته د دغه سړک په اړه وویل: «دا سړک به ډېر ګټور تمام شي. مثلاً د نورستان او بدخشان خلک دوه یا درې ورځې مزل کوي څو کابل ته ورسېږي، خو که دا لاره وصل شي، نو هغوی به وکولای شي چې په یوه ورځ یا نیمه ورځ کې کابل ته راورسېږي او خپلې ستونزې حل کړي.»
د پنجشېر د اقتصاد رییس، فیضالباري بهار ویلي: «تمه ده چې دا سړک د ټولګټو وزارت له لوري پلی شي. د دې سړک لپاره ۲۷۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي چې پنجشېر له تخار سره نښلوي.»
د پنجشېر د ټولګټو رییس، محمد قسیم موحد هم ویلي: «دا بودجه د پنجشېر ولایت د مقام د وړاندیز لمخې چې ریاستالوزرا ته یې استولی و، ورکړ شوې. دا سړک د تخار د ورسج سړک د خاواک له لارې له د پنجشېر سړک سره نښلوي.»
د پنجشیر سیمهییز مسوولین دغه راز زیاتوي چې د دغو پروژې پلي کېدو سره به د تخار، بدخشان، کندوز او د شمال ختیځو ولایتونو واټن له کابل سره را لنډ شي او د پنجشیر اوسېدونکو ته به لازیات کاري فرصتونه برابر کړي.
عبدالحی، د پنجشېر یو اوسېدونکی د دې سړک د جوړېدو د ارزښت په اړه وايي: «کله چې دا سړک جوړ شي، درې یا څلور ولایتونه به ترې ګټه واخلي. موږ هم په یوه لرې پرته سیمه کې ژوند کوو او د دې سړک له جوړېدو خوښ یو. موږ په خپلو سیمو کې ان یو سم کلینیک هم نه لرو.»
عبدالعلي، د پنجشېر یوه بل اوسېدونکي وویل: «د دې سړک په جوړېدو سره، د پنجشېر ولایت عواید لوړېږي او د خلکو اقتصاد به ښه شي، ځکه دلته به د خلکو د تګ راتګ له امله بازارونه جوړ شي.»
د مسوولینو په خبره یو کال وړاندې د پنجشیر ځانګړې لوا له لوري د پنجشیر – بدخشان سړک د جوړولو او پراخولو چارې هم پیل شوې وې چې دامهال یې چارې اتیا سلنه پرمخ تللې دي.
لومړی نظر وکړئ on "د پنجشېر-تخار سړک د جوړولو کار پیلیږي"