د پولیو واکسین د کمپاین پیل؛ نږدې ۸ مېلیونه ماشومان واکسینېږي

Loading

د پولیو واکسین کمپاین نن (دوشنبې، د چنګاښ پر ۱۸مه) د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې پیل شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په دغه څلورو ورځني کمپاین کې به نږدې ۸ مېلیونه ماشومان واکسین شي.

 کابل، لغمان، نورستان، کونړ، ننګرهار، کاپیسا، پروان، بامیان، ډایکنډي، بغلان، کندز، تخار، هلمند، کندهار، نیمروز، روزګان، زابل، غزني، خوست، پکتیا، پکتیکا، فراه او هرات هغه ولایتونه دي چې، د ګوزڼ ضد واکسیناسیون کمپاین په‌کې پیل شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل د دغه کمپاین په هکله وویل:«په دغه کمپاین کې به نږدې ۸ مېلیونه له پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکو ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق شي او د څلورو ورځو لپاره به دوام ولري.»
 
ځینې واکسیناتوران بیا د کابل په بېلابېلو برخو کې د هېوادوالو د نه همکارۍ په تړاو اندېښنه څرګندوي.

د پولیو واکسیناسیون د کاري ډلو څارونکی سید روح‌الله ابراهیمي طلوع‌نیوز ته وویل:«کله چې، د پولیو واکسین له ټیمونو څخه ارزونه کوو، له بده مرغه هغوی له ځينو کورنیو شکایت لري چې ورسره همکاري نه‌کوي.»

د پولیو واکسیناسیون د کاري ډلو سوپروایزره فریده حسیني هم وايي:«زموږ عمده ستونزه د کورنیو په برخه کې ده، دا چې کورنۍ اجازه نه‌وکوري ډېری یې ردوي.»

په کابل کې یو ډاکټر مدد خان دانشور هم طلوع‌نیوز ته څرګندوي:«زموږ ځینې هېوادوال د خپلو ماشومانو له واکسین کولو ډډه کوي. هغوی ځينې غلط باورونه لري هر څومره چې موږ وکړای شو د عامه پوهاوي کچه لوړه کړو، همدومره کولای شو چې، د پولیو ویروس پر وړاندې مبارزه وکړو.» 

د پاکستان ترڅنګ افغانستان هم له هغو هېوادونو له ډلې دی چې، د ګوزڼ جرړې په‌کې نه‌دي ایستل شوې، له همدې امله یو شمېر هېوادوال له عامې روغتیا وزارته غواړي چې، د دغې ناروغۍ د جرړو د ایستلو په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

د ننګرهار اوسېدونکی غلام رحمان د طلوع‌نیوز خبریال ته وايي:«ځينې ولسوالۍ له ښارونو ډېرې لرې دي او له پولیو بې خبره دي، له حکومته غواړم چې بشپړه همکاري وکړي او هغوی ته پوهاوی ورکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې، د روان زیږدیز کال له پیله تر اوسه په هېواد کې د ګوزڼ ناروغۍ هېڅ مثبته پېښه نه‌ده ثبت شوې خو په ۲۰۲۳ زیږدیز کار کې د یادې ناروغۍ ۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د پولیو واکسین د کمپاین پیل؛ نږدې ۸ مېلیونه ماشومان واکسینېږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*