
د پوهنې رییس: نږدې ۲۰ زره نجونې د غزني په مدرسو کې په زده کړو بوختې دي
د غزني په خواجه عمري ولسوالۍ کې د نجونو پنځمه دینې مدرسه ده چې د ځايي خلکو په مالي ملاتړ یې د جوړولو چارې پیلیږي.
د دغې دیني مدرسې ودانۍ جوړولو باندې نږدې دوه میلیونه افغاني لګښت راځي چې د چارو په بشپړېدو سره به یې ۱۲۰ تنه زده کوونکو ته د زده کړو مناسب چاپیریال برابر شي.
د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ د پوهنې امر، مطیع الله فاروقي وايي:《 دغه ودانۍ ته د کلي د خلکو لخوا اووه نیم جرېبه ځمه ورکړل شوې ده. دې ودانۍ ته شپږ درسي خونې، یوه اداره، یوه څاه، احاطه او ګدام په نظر کې نیول شوی دی.》
ورته مهال د غزني د پوهنې رییس وايي، دا مهال دغه ولایت کې له دوه سوه زیاتو ښځینه دینې مدرسو کې ۲۰ زره نجونو او دغه راز ۹۵۰ زیاتو سیمهییزو ټولګیو کې ۲۳ زره نورو نجونو ته د زده کړو زمینه برابره شوې ده.
د غزني د پوهنې رییس، میر نصیر احمد حسیني هم بیا وايي: غزني ولایت کې ٢٥٠ مدرسې دا مهال فعاله دي، چې ٢٠ زره نجونې پکې زده کړې کوي.
بل پلو د غزني اوسېدونکي له اړونده مسوولینو څخه غواړي د ښځینه دیني مدرسو لازیات ملاتړ وکړي.
د غزني اوسېدونکی، اسد الله په دې اړه وايي:《مخکې له دې دا ستونزه وه، چې د ښځو تر منځ د زده کړو کچه ډیره ښکته وه. د دې مدرسې په جوړېدو موږ ډیر خوشحاله یو او په دې سره به د زده کړو ښه زمینه برابره شي.》
د غزني یو بل اوسېدونکی، محمد عظیم هم بیا وايي: 《کومې مدرسې چې نوې تاسیس شوې ودانۍ نه لري.
په مدرسو او ښوونځیو کې د کتابونو او درسي موادو د کمښت ستونزه شته.》
د غزني دا اوسېدونکی چې خان آغا مهمند نومیږي هم وايي:《موږ د مدرسې لپاره د ځای او ودانۍ نشتون له امله له ستونزو سره مخ وو.د زده کړو لپاره دلته مناسب ځای نه وو. له دولت څخه غوښتنه کوو چې د نجونو د مدرسو برخه کې لا زیات ملاتړ وکړي.》
دا پداسې حال کې ده چې تېره میاشت د پوهنې وزارت ویلي وو چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې یې د هېواد په کچه ۱۱۰۰ مدرسو او ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړې دي.
لومړی نظر وکړئ on "د پوهنې رییس: نږدې ۲۰ زره نجونې د غزني په مدرسو کې په زده کړو بوختې دي"