د پکتیا ګردیز کې پر ۲۵ جریبه ځمکه ۱۵۰ بستریز روغتون جوړیږي

د پکتیا سیمه‌ییز مسوولین وايي د کورنیو چارو وزارت سرپرست په وړاندیز په ګردیز ښار کې د ۱۵۰ بستریز روغتون د جوړولو چارې پيل شوې.

د مسوولینو په خبره دغه روغتون د متحده عربي امارتو په مالي ملاتړ د شاوخوا پنځه میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت جوړېږي.

د پکتيا عامې روغتيا رييس، معراج ګل عادل وايي:« دا روغتون چې ۱۵۰ بستره دی او په ۲۵ جريبه ځمکه کې جوړيږي د پينځه ميليونه ډالرو په لګښت سره په اساسي او معياري ډول جوړيږي.» 

د کورنيو چارو وزارت د سرحدي پوليسو عمومي رييس، محمد شريف منګل هم وايي: «د زون په کچه بلکې د هر مسلمان د ناروغانو پر مخ به د دې روغتون دروازې خلاصې وي، دغه روغتون د عربي متحده اماراتو په مالي همکارۍ او د کورنيو چارو وزير خليفه صيب په ځانګړې لارښوونه جوړيږي.» 

د دغه ولایت ځینې اوسېدونکي د سرپرست حکومت له مسوولینو او مرستندویه بنسټونو د روغتیا سکټور پیاوړتیا په موخه د لا زیاتو ګامونو پورته کولو غوښتنه کوي.

د پکتيا اوسېدونکی، محمد يوسف وايي: «دا روغتون متحده امارات د خليفه صيب په لارښوونه جوړيږي، ډير خوشاله يو قدرداني يې کوو الله ج دې وکړي چې داسې نور د خير کارونه وشي روغتونونه، ښوونځي او نور کارونه وشي.» 

د پکتيا اوسېدونکی، محب الله هم وايي: « له متحده عربي اماراتو موږ غوښتنه کوو لکه دا همکاري يې چې وکړه بايد دا مرستې لا پراخه کړي.» 

د پکتيا یو بل اوسېدونکی، حيات محمد بیا وايي: «دلته د روغتيا برخه کې ډيرې ستونزې دي او د هواري لپاره يې له نورو هيوادونو هم غواړو چې د درملو، طبي وسایلو او ډاکټرانو د روزنې برخو کې موږ سره همکاري وکړي.»

سیمه‌ییز مسوولين دغه راز ډاډ ورکوي چې په نږدې راتلونکي کې به د پکتيا په بېلابېلو ولسواليو کې د ۱۲ روغتونونو د جوړيدو چارې هم پيل شي، چې تر ډيره به ورسره د خلکو شته ستونزې هوارې شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د پکتیا ګردیز کې پر ۲۵ جریبه ځمکه ۱۵۰ بستریز روغتون جوړیږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*