
د څښاک پاکو اوبو له کمښته د کابل د ۱۵ناحیې د اوسېدونکو شکایت
په داسې حال کې چې د څښاک اوبو ته لاسرسی د ژوند له لومړنیو اړتیاوو څخه شمېرل کېږي، د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د اوبو له کمښت سره مخ دي.
د دې سیمې اوسېدونکي زیاتوي چې د څښاک اوبو د برابرولو لپاره اړ دي هره ورځ اوږده واټنونه ووهي او یا هم په پیسو اوبه وپېري، چې دې چارې یې ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
د کابل د پنځلسمې ناحیې اوسېدونکی، بکتاش وايي: «پخوا نلونه هره ورځ راتلل، اوس یوازې په اونۍ کې یو ځل راځي؛ دغه کار ډېرې ستونزې پیدا کړي، په ځانګړي ډول په دې سیمه کې د اوبو له سخت کموالي سره مخ یو.»
د کابل د پنځلسمې ناحیې یو بل اوسېدونکی، فیضخدا هم وايي: « ستونزې ډېرې دي؛ په یخې هوا کې باید ودرېږو تر څو د اوبو نوبت راورسېږي. »
یو شمېر نور اوسېدونکي د افغانستان د اسلامي امارت له مسؤلینو غواړي چې دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي.
د کابل د پنځلسمې ناحیې دا اوسېدونکی چې محمد سلیمان نومیږي هم خپل نظر داسې شریکوي: « خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي؛ له لرو ځایونو اوبه راوړي، لکه د قصبې له سړک او پنځه سوه فامیلۍ سیمې.»
ذکرالله هم وايي: « د اوبو نهشتوالی زموږ لپاره لویه اندېښنه ده؛ ستونزمنه ده که اوبه نه وي. موږ اوبه نه لرو او معدني اوبه بوشکه لس افغانۍ رانیسو.»
د اوبو کمښت هغه ستونزه ده چې د پلازمېنې اوسېدونکي تل پرې اندېښنه ښيي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د کابل د اوومې، شپږمې او یو شمېر نورو ناحیو اوسېدونکو د اوبو له کمښت شکایت کړی و.
لومړی نظر وکړئ on "د څښاک پاکو اوبو له کمښته د کابل د ۱۵ناحیې د اوسېدونکو شکایت"