د چای څښلو هغه لس روغتیایي ګټې چې ښايي تاسو ترې خبر نه یاست

5
4

د چای څښلو هغه لس روغتیایي ګټې چې ښايي تاسو ترې خبر نه یاست. چای یو له هغو څښاکونو دی چې په نړیواله کچه ډېر کارول کېږي او له پېړیو راهیسې انسانان خوند ترې اخلي.

د مې ۲۱مه نېټه د چای نړیوالې ورځې په توګه هم لمانځل کېږي.

د چای بېلابېل ډولونه لري لکه تور، شین، سپین، لونګ او ځینې نور. هر یو خپل ځانګړی خوند او ځانګړتیاوې لري چې د چای پاڼو ډولونو او پروسس سره تړلي دي.

میده شوي، د پاڼو په بڼه دي یا هم نیمه دي.

ایا چای کافین لري؟

چای چې د “کمیلیا سینینسیس” په نوم د نبات له بیلابیلو ډولونو ترلاسه کېږي په طبیعي ډول کافین لري.

د کافین اندازه د چای پاڼو پروسس او د چای پیالې ته تر رسېدو سره تړلي دي.

ځینې نور لاملونه هم شته، لکه د چای څښلو لپاره کارول شوې اوبه څومره ګرمې دي او د چای پاڼې څومره وخت په اوبو کې پاتې کېږي.

د چای ډېری ګټې د نبات په مرکباتو (پولیفینول) کې دي، دغه راز د چای ډول، د اوبو د تودوخې درجې او د سړېدو وخت هم خپل اغېز لري.

د چای لس ګټې کومې دي؟

چای

د وینې فشار ښه کولای شي

د چای څښل زموږ د وینې رګونو کار کولو طریقه لا ښه کولی شي او د وینې فشار ټیټولو کې مرسته وکړي. دا د نایټریک اکسایډ په نوم د مرکب شتون په زیاتولو سره دا کار کوي، کوم چې زموږ د وینې رګونو کې د عضلاتو ارامولو کې مرسته کوي او وینه د بدن له لارې په ازاده توګه دې بهیر ته اجازه ورکوي.

د زړه روغتیا کې اغېز لرلای شي

شواهد ښيي چې د چای منظم لګښت ښايي د زړه ناروغۍ خطر کم کړي او دا په چای کې د پولیفینول منځپانګې له امله دی.

د ګلاسیمیک غبرګون بدلولی شي

د چای پولیفینول د کاربوهایډریټ په وړاندې، د هضم ښه کولو او د انسولین د خورېدو هڅولو سره زموږ د بدن غبرګون تنظیموي.

شین چای په دې برخه کې تر ټولو اغېزناک ښکاري.

د شکرې ناروغۍ خطر کمولای شي

چای

د څېړنې له مخې، د پولیفینول منظم مصرف ښايي د شکر ناروغۍ خطر کمولو کې د ځینو درملو په څېر اغېزناک وي. خو په دې برخه کې لا زیاتو څېړنو ته اړتیا ده.

د معدې روغتیا ښه کولای شي

په خوړو کې د چای په ګډون ډېری پولیفینول د کولمو د ګټورو بکتریاوو لپاره د سونګ سرچینې چمتو کوي، د دوی په وده او تنوع کې مرسته کوي او د کولمو فعالیت ښه کوي او د معافیت سیسټم هم تنظیموي.

د سرطان خطر کمولای شي

په چای کې موندل شوي پولیفینول ښايي له نورو فکتورونو سره یوځای کار وکړي چې د سرطان ځینې ډولونو وده ورو کړي. په هر حال، په دې اړه موجود شواهد د خولې سرطان پورې محدود دي، خو د سرطان د نورو ډولونو لپاره لکه د ځيګر، سینې او کولمو سرطان د محدودلو لپاره د ګټو نښې هم شته.

فشار او اضطراب کمولای شي

چای

د قهوې برعکس، چې یو قوي څښاک ګڼل کیږي، چای عموماً د ارامۍ څښاک په توګه پېژندل کېږي. که څه هم دواړه کافین لري، یوازې چای د امینو اسید L-theanine لري، چې د الفا دماغ څپې زیاتولو وړتیا له امله د ارامۍ اغېز لري.

پاملرنې او تمرکز ته وده ورکولای شي

هغه څښاک چې دواړه کافین او L-theanine لري زموږ پر پام او تمرکز ډېر اغېز لري.

یو پیاله شین چای ۲۵ ملي‌ګرامه L-theanine چمتو کوي او د حافظې د ضایع کېدو مخنیوي سره تړاو لري. دا له موږ سره د ښه تمرکز ساتلو کې مرسته کوي.

دا یوازې شین چای نه دی چې دا ګټې لري، بلکې د تور چای څښلو اغېزو په اړه یوې نوې ارزونې هم د ګړندي فعالیت، ښې حافظې او لږو غلطیو راپور ورکړی.

د هډوکو روغتیا کې مرسته کوي

ځینې شواهد شته چې د چای څښل، په ځانګړې توګه شین چای د هډوکي ورستېدو مخنیوي کې مرسته کولی شي او په پایله کې د ماتېدو خطر هم کم کړي.

د شیدو او شکرې وراضافه کول د چای پر ګټو څه اغېز کوي؟

چای

تور چای ته د شیدو اضافه کولو اغېزو په اړه متضاد شواهد شته. ځينې وايي دا کولای شي په بدن کې د ګټورو پولیفینول جذبولو پر وړتیا اغېز وکړي او د زړه پر صحي ګټو د چای منفي اغېز وکړي.

خو په ځینو څېړنو کې ویل شوي، په چای کې د شیدو اضافه کول د هغه پر ګټو هېڅ اغېز نه کوي. سربېره پردې، داسې ښکاري چې په چای کې د شیدو او بورې لږه اندازه اضافه کول د L-theanine په کچه کې لږ توپیر لري، خو د شیدو ډېرې اندازې اضافه کول ښايي وضعیت بدل کړي.

د چای په څېر په ګرمو څښاکونو کې بوره اضافه کول ‘وړیا شکر’ ګڼل کېږي، هغه څه چې ډاکټران یې سپارښتنه کوي، دا دي چې له ډېرې اندازې یې ډډه وشي. ډېره بوره هم زموږ په بدن کې د پولیفینول پر جذب اغېز لرلای شي.

په ورځ کې څومره چای باید وڅښئ؟

که څه هم د چای ځینې ډولونه د نورو پرتله ډېرې ګټې لري، خو شواهد دا ښيي چې په منظمه توګه د چای څښل خپلې ګټې لري.

دا چې په ورځ کې څو پیالې چای وڅښل شي، له یو شخص څخه بل ته توپیر لري او دغه راز د چای په کیفیت پورې هم اړه لري چې تاسو یې څښئ.

چای

په منځني ډول، څوک چې له کافین سره ستونزه ونه لري، په ورځ کې له درېیو څخه تر څلورو پیالو تور چای ښايي د منلو وړ اندازه وي، خو هغه څوک چې شین چای غوره کوي ښايي لږ څه زیات وڅښي.

که تاسو د کافین سره ستونزه لرئ، سپارښتنه کېږي چې د چای په ګډون د کافین لرونکي څښاکو اندازه را کم کړئ.

ډېر چای څښل ستاسو خوب ګډوډوي او په ځینو خلکو کې د اضطراب لامل کېږي.

که تاسو دا ستونزه لرئ، هڅه وکړئ د چای څښل کم کړئ او د ماسپښین په وخت کې خپل وروستی پیاله چای وڅښئ.

نور هغه خلک چې باید د کافین مصرف محدود کړي میندواره مېرمنې دي. که تاسو د اوسپنې کمښت یا انیمیا لرئ، نو باید پوه شئ چې چای ټینین لري.

دا طبیعي مرکبات زموږ د بدن د اوسپنې جذبولو وړتیا کې مداخله کوي.

په ټوله کې، ایا چای ستاسو لپاره ښه دی؟

چای

چای ډېرې طبي ګټې لري. دا یو ارامه څښاک دی چې زموږ د پام او تمرکز زیاتولو کې مرسته کوي، له زړه سره دوستانه اړیکه لري، د کولمو لپاره ښه دی او د وینې شکر تنظیمولو کې مرسته کولای شي.

که تاسو د قهوې پرتله د کم کافین سره د خوندور، لږې کالوري، او غیر خوږ شوي ګرم څښاک په لټه کې یاست نو چای یو ګټور انتخاب کېدای شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د چای څښلو هغه لس روغتیایي ګټې چې ښايي تاسو ترې خبر نه یاست"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*