د چمن اوسېدونکو بیا د سپین بولدک – چمن لارې د تړل کېدو پر ضد لاریون وکړ

Loading

د چمن اوسېدونکو د سپين بولدک – چمن دروازې د نه پرانيستلو په غبرګون کې بيا پرلت پيل کړ.

پرلت کوونکي وایي، دا ځل به یې پرلت پياوړی او د غوښتنو تر منل کېدو پورې به دوام وکړي او هېڅ ډول فشار ته به تسليم نه شي.

د چمن پرلت ویاند، صادق خان اڅکزی وايي: « چمن پر ټولو اوسېدونکو غږ کوم، چې را ووځي او په پرلت کې ګډون وکړي، ځکه دا زموږ د ازادۍ  جنګ اخیري جنګ دی.»

د چمن پرلت د مشرتابه غړی، امير محمد وايي: موږ نوی پرلت به دوام کوي او د خپل حق ترلاسه کولو لپاره به له هیڅ هڅي ځان ونه سمپوو او که د پاکستان حکومت زموږ غوښتني مني نو پرلت همدا اوس ختم دی.

پرلت کوونکي د بشري حقونو له نړیوالو ادارو هم غواړي چې غږ یې واوري او د ستونزو په حل کې ورسره مرسته وکړي.

د چمن پرلت غړی، جاويد افغان وايي: «موږ د نړۍ د انساني حقونو له ادارې غواړو، چې زموږ ږغ واوري او د چمن اوسېدونکي د خپلو بې برخي شوو حقونو له ورکړي بیا برخمن کړي.»

د چمن پرلت یو بل غړی، حيات الله هم وايي: «پرلت به هیڅ یو فشار ته نه تسلیمیږي او نه د خپل حق له ترلاسه کولو نه لاس په سر کیږي، موږ امن مبارزه کوو او د خپلو حقونو غوښتونکي یوو.»

د چمن اوسېدونکو یوولس میاشتې وړاندې د چمن – سپین بولدک پر دروازه د پاکستان له لوري د پاسپورټ او ویزې الزامي کېدو په غبرګون پرلت پیل کړ او څو ځله د پاکستاني پوځیانو له لوري پرې مرګوني بریدونه هم وشول، خو لا تراوسه د پاکستان حکومت له خوا د دوی غوښتنې نه دي منل شوې.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د چمن اوسېدونکو بیا د سپین بولدک – چمن لارې د تړل کېدو پر ضد لاریون وکړ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*