د چمن-سپین بولدک لاریون کوونکي: تر هغه به مبارزه کوو چې محدودیتونه لرې شي

Photo: arifwdyn

د چمن-سپین بولدک لاریون کوونکي: تر هغه به مبارزه کوو چې محدودیتونه لرې شي

د چمن پرلت غړي ادعا کوي چې د چمن – سپین بولدک پر دروازه لګېدلي محدودیتونه د پښتنو ځپنې لپاره دي خو د پاکستان پر اقتصاد یې هم منفي اغېزې کړې دي.

دغو پرلت کوونکي چې له شاوخوا تېرو دوو کلونو د چمن – سپین بولدک پر دروازه د ویزې او پاسپورټ له جبري کېدو سره مخالفت ښيي وايي دغو محدودیتونو نه یوازې د کرښې دواړو خواوو اوسېدونکو تګ راتګ محدود کړی بلکې د پاکستان پر اقتصاد یې هم منفي اغېزې کړې دي.

د چمن پرلت ویاند، صادق خان اڅکزی په دې اړه وايي: “د پاکستان اقتصاد له افغانستان سره تړلی او د پاکستان د توليدی کارخونو اومه مواد هم له افغانستانه پوره کیږي، خو د چمن-سپين بولدک پر دروازه ستونزو دغه اقتصادي څرخ له ستونزو سره مخ کړی دی”.

پرلت وال دغه راز ټینګار کوي د چمن – سپین بولدک پر دروازه لګېدلو محدودیتونو لرې کېدو پورې به مبارزې ته دوام ورکړي.
 

د پښتونخواه عوامي ملي ګوند غړی، حیات خان وايي: “د لاري خلاصون د پښتنو عزت دی او د خلاصون لپاره یې موږ مبارزه کوو. د پاکستان حکومت موږ ته زموږ حق په رضا نه راکوي، باید مبارزه وکړو”.

د چمن پرلت غړی، محمد ولي هم وايي: “زموږ مبارزه زموږ د عزت د ساتني لپاره ده او دغه مبارزه به ان د جګړې تر حده جاري ساتو او خپل حق به غواړو. موږ د خپل حق نه نه پر شا کیږو”.

د چمن پرلت غړي زیاتوي چې د پرلت پياوړتیا لپاره د ملتپالو سياسي ګوندونو له مشرانو سره د خبرو په حال کې دي.

د پاکستان حکومت تر دا مهاله د چمن پرلت کوونکو د غوښتنو په تړاو څه نه دي ویلي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د چمن-سپین بولدک لاریون کوونکي: تر هغه به مبارزه کوو چې محدودیتونه لرې شي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*