
له چاودنې وروسته کابل کې د چینايي مسلمانو د رسټورانټ حال
هغه رستورانت چې د دوشنبې مازیګر پهکې چاودنه شوې وه او نن (سهشنبه) پهکې د خلکو د ورتګ پرځای درنه چوپتیا حاکمه ده.
شاوخوا یو نیم کال وړاندې د چین یغور مسلمان «المجید» او د هغه مېرمنې د یوه افغان سوداګر په همکارۍ دغه هوټل پرانیستې وه چې موخه یې د حلالې سوداګرۍ پیاوړتیا او له افغان سوداګرو سره د اړیکو پراختیا وه.
دلته د پېښې یوه عیني شاهد، احسانالله طلوعنیوز ته وویل: «ما غوښتل چې کباب مشتری ته یوسم، همدا وخت دلته یوه چاودنه وشوه، ژر رستورانت ته دننه لاړم چې خدای مه کړه بله چاودنه ونشي؛ چې بیرون راووتلم، عام خلک مې ولیدل چې هر خوا پراته وو؛ هغه کسان چې د چینایانو په رستورانت کې یې کار کاوه، بېچاره ټپیان پر ځمکه لوېدلي وو.»
د پېښې شاهدان دغه راز وايي، دا هوټل یې د خپل کاروبار لپاره جوړ کړی او هڅه یې کوله چې له همدې لارې له افغان سوداګرو سره خپلې اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړي.
د پېښې یوه بل عیني شاهد، محمدالله وویل: «دا خلک د چین مسلمانان وو، رستورانت یې جوړ کړی و، ښه او نېک خلک وو، دا مسلمان خلک وو چې د جمعې په ورځ به موږ سره یو ځای جومات ته تلل؛ ښه خلک وو، دلته د سوداګرۍ لپاره راغلي وو، موږ خوشاله وو چې خلک له هر هېواده دلته راځي، تجارت کوي، کار زیاتېږي، ځکه موږ هم له خپل هېواده نورو هېوادونو ته د کار او سوداګرۍ لپاره ځو.»
د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ، په دې پېښه کې د ایوب په نوم د چین د یو مسلمان وګړي په شمول اووه تنه په شهادت رسېدلي.
هغه وویل: «چاودنه د پخلنځي په شاوخوا کې شوې، د چاودنې د څرنګوالي په اړه څېړنې پیل شوې، خو تر اوسه بشپړې نه دي.»
د یادونې ده چې د سهشنبې په شپه ناوخته، داعش ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه واخیست.
لومړی نظر وکړئ on "له چاودنې وروسته کابل کې د چینايي مسلمانو د رسټورانټ حال"