
د ډبرو سکرو او لرګیو لوړو بیو یو ځل بیا د کابل مېشتو اندېښنې راپارولي
کابل کې د هوا له سړېدو سره سم د سون توکو بیې لوړې شوي؛ هغه مسله چې د کابل مېشتو لپاره د جدي اندېښنې لامل شوې ده.
د پلازمېنې اوسېدونکي وايي، د برېښنا پرچاویو او د تودوخې وسايلو د کمښت له امله اړ دي چې لرګي يا د ډبرو سکاره وپېري خو د دغو توکو لوړې بيې د دوی له وسې پورته دي.
د کابل اوسېدونکي، حفيظ په دې اړه و ویل: «لرګي ډېر ګران شوي، د هر خروار بیه له لس زره او اتهسوو تر یوولس زره افغانیو ده. خلک د سړې هوا، د برېښنا او نورو امکاناتو د نشتوالي له امله اړ دي چې ویې پېري.»
د کابل بل اوسېدونکي، محمد شريف و ویل: «د اسلامي امارت له مسوولینو غواړو چې دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي او د سون توکو، په ځانګړي ډول د ډبرو سکرو او لرګیو بیې مهار کړي.»
اوس مهال، د يو خروار بلوط لرګيو بیا له لس زره پنځه سوو تر یوولس زرو او د نورو لرګیو بیه بیا له ۷ زرو تر اووه نیم زرو افغانیو ده.
په همدې حال کې، د کابل د لرګيو او ډبرو سکرو د پلورونکو ټولنې رییس، اجمل واحدي د سون توکو د بیو لوړوالي په اړه داسې وایي: «اوس مهال یو خروار لرګي په بازار کې په ۱۱ زره افغانیو پلورل کیږي. که اسلامي امارت مرسته وکړي او د کونړ لرګیو ته بازار ته د راتګ اجازه ورکړي، د هر خروار لرګیو بیه به شاوخوا له ۷زره او ۵۰۰ تر ۸ زره افغانیو ته راټیټه شي.»
د اقتصادي چارو کارپوه، عبدالظهور مدبر و ویل: «کله چې بیې له اړتیا او خدمتونو پرته لوړې او ټیټې شي نو بازار کې د مافیا لاسوهنه ښیي. دولت کولای شي د مناسبو میکانیزمونو، د پولي او مالي سیاستونو او د بازار په کنټرول سره د خلکو د اړتیا وړ توکي په سمه او اغېزمنه توګه مدیریت کړي.»
که څه هم لرګي او د ډبرو سکاره د هېواد دننه توليدیږي خو د ژمي په راتګ سره هر کال د دغو توکو بیې د بې وزلو کورنیو لپاره جدي اندېښنه وي.
لومړی نظر وکړئ on "د ډبرو سکرو او لرګیو لوړو بیو یو ځل بیا د کابل مېشتو اندېښنې راپارولي"