د ډونالډ ټرمپ د ترور ناکامه هڅه

د امریکا څېړنیزه فډرال اداره (اف بي ای) وایي، د دغه هېواد پر پخواني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ برید د هغه د وژلو هڅه وه. 

پنسلوانیا کې د اف بي ای مسوول، کېون روجک ویلي، لا هم د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او په خبره یې، دغه برخه کې له سیمه ییزو پولیسو سره په ګډه کار کوي.

کېون روجک و ویل: «نن ماښام موږ د امریکا پر پخواني ولسمشر برید تجربه کړ چې موږ یې د ترور هڅه بولو. سیمه لا هم د جرم فعاله سیمه ده. لکه څنګه مې چې و ویل، موږ په سیمه کې د اېف بي آی فعال غړي لرو او موږ له سیمه ییزو پولیسو سره هم له نږدې کار کوو.»

د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې د دغه هېواد پر پخواني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د نوموړي د ټاکنیز کمپاین پر مهال برید شوی.

ډونالډ ټرمپ تر برید وروسته په یوه پیغام کې له خپل روغتیایي حالته ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده چې، مرمۍ یې د غوږ په پورتنۍ برخه محسوس کړې.

وروسته ترهغې چې د پنسلوانیا له سیمه ییز روغتونه ډونالډ ټرمپ ته منسوب د موټرو کاروان د وتلو په حال کې و، د ټرمپ د عامه اړیکو مرستیال پر اېکس ټولنیزه رسنۍ یوه ویډیو خپره کړه چې ښیي ډونالډ ټرمپ د امریکا په نیوجرسي ایالت کې له الوتکې ښکته کیږي. 

او د امریکا ولسمشر، جو بایډن، د دغه هېواد بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو پر ډونالډ ټرمپ دغه برید غندلی دی. 

د جو بایډن په خبره، امریکا کې تاوتریخوالي ته ځای نشته. 

د امریکا په سږنیو ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ دغه سیال لیکلي: « امریکا کې د سیاسي تاوتریخوالي نظریه د منلو وړ نه ده. دا یو مناسب عمل نه و او موږ ټول یې باید وغندو.»

جو بایډن له ټرمپ سره ټلیفوني خبرې هم کړي خو په دې اړه یې څه نه دي ویلي.
 
 پر ټرمپ برید ګڼ نړۍوال غبرګونونه هم را پارولي دي. 

د هند لومړي وزیر، نرندرا مودي، د کاناډا ولسمشر، جسټن ټروډو، د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوول، جوزیپ بوریل پر ډونالډ دغه برید غندلی دی. 

نرندرا مودي لیکلي: « پر خپل ملګري، ډونالډ ټرمپ برید ډېر اندېښمن کړم. دغه پېښه په کلکو ټکو غندم. تاوتریخوالی په سیاست او ډیموکراسۍ کې ځای نه لري.»

د کاناډا لومړي وزیر هم لیکلي: « پر پخواني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ برید خواشینی کړم، دا باید بابیزه ونه ګڼل شي، سیاسي تاوتریخوالی هیڅکله هم د منلو وړ نه ده.»

رویټرز خبري اژانس د اف بي ای په حواله راپور ورکړی چې دغه برید د پنسلوانیا ۲۰ کلن اوسېدونکي، توماس متیو کریکس ترسره کړی چې سم د لاسه د پولیسو له لوري وژل شوی دی.   

پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې ویډیو کې توماس متیو کریکس وایي، جمهوري غوښتونکي یې نه خوښیږي.

دغه برید کې د متیو کریکس سربېره د کمپاین یو ګډونوال هم وژل شوی او یو تن بل هم ټپي دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ډونالډ ټرمپ د ترور ناکامه هڅه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*