د ژغورنې نړۍواله کمېټه: د نړۍ په کچه ۱۲۲ میلیونه کسان جبري بې ځایه شوي

Photo: Annie Spratt

د ژغورنې نړۍواله کمېټه: د نړۍ په کچه ۱۲۲ میلیونه کسان جبري بې ځایه شوي

د ژغورنې نړۍوالې کمېټې د ملګرو ملتونو له لوري د نویو شمېرو په خپرولو سره ویلي، د ټولې نړۍ په کچه ۱۲۲ میلیونه کسان په جبري توګه بې ځایه شوي دي.

دغې کمېټې زیاته کړې چې دغه نفوس د هسپانیې او برېټانیې د ګډ نفوس هومره دی او تېر کال ۱۲۰ میلیونه و.

د شمېرو لمخې زیاته شوې : “د ملګرو ملتونو له لوري نننۍ شمېرې ښيي چې په نړۍ کې په جبري توګه د بې‌ځایه شويو شمېر تر ټولو لوړ حد ته رسېدلی، چې له ۱۲۲ میلیونو اوښتی دی، دغه شمېر د هسپانیې او برېټانیې د نفوس تر مجموعې هم زیات دي. دغه شمېر تېر کال ۱۲۰ میلیونه و.”

د ژغورنې نړۍواله کمېټه وايي، دغه شمېر کسان ډېری یې د جګړو او طبیعي پېښو له امله خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي چې شمېر یې په تېرو لسو کلونو کې دوه چنده شوی دی.

د دغه بنسټ د معلوماتو لمخې، نږدې ۴۰ سلنې بې‌ځایه شوي تر ۱۸ کلونو کم عمر لري.

د اقلیم له بدلون سره تړلي بې‌ځایه شوي کسان هم زیات شوي، چې شمېر یې د تېر کال د ۲۶.۳ میلیونو پرتله ۴۵.۸ میلیونو ته لوړ شوی.

د نړۍ له ټولو جبري بې‌ځایه شويو کسانو یوه پر درېیمه برخه یوازې له څلورو جګړه‌ځپلو هېوادونو دي چې سوډان، سوریه، افغانستان او اوکراین دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ژغورنې نړۍواله کمېټه: د نړۍ په کچه ۱۲۲ میلیونه کسان جبري بې ځایه شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*