د ژمي له نږدې کېدو سره کابل کې د هوا د ککړتیا اندېښنې

د ژمي له نږدې کېدو سره کابل کې د هوا د ککړتیا اندېښنې

د پلازمېنې اوسېدونکي د ژمي په نږدې کېدو سره د هوا د ککړتیا په اړه اندېښنه څرګندوي.

دوی وايي، په وروستیو اوونیو کې د هوا ککړتیا زیاته شوې او له مسوولینو غواړي چې د مخنیوي لپاره یې هڅې وکړي.

د کابل اوسېدونکي، عبدالله و ویل: «خلکو ته باید عامه پوهاوی ورکړل شي؛ ځکه په ژمي کې د هوا ککړتیا ډېریږي او اوس هم په زیاتېدو ده.»

د کابل بل اوسېدونکي، محمد یوسفي و ویل: «له څلور بجو څخه تر لمر لوېدو پورې، د هوا ککړتیا ډېره لوړه وي.»

دوی دغه راز وايي، په دې برخه کې له اړوندو ادارو سره د خلکو همکاري کولای شي، اغېزناک رول ولوبوي.

د کابل اوسېدونکي، تواب په دې اړه و ویل: «باید جدي ګامونه واخیستل شي او د هغو توکو د سوځولو مخنیوی وشي چې د هوا د ککړتیا لامل ګرځي.»

بل لورته د چاپیریال ساتنې ملي ادارې رییس وايي، له ښاروالۍ، ټرافیکو ریاست او نورو ادارو سره په ګډه هڅه کوي، چې په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

مطیع الحق خالص زیاتوي، هڅه کوي چې د دغې ستونزې د مخنیوي لپاره نړیوالې مرستې هم جلب کړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس، مطیع الحق خالص و ویل: «موږ له ټولو وزارتونو او ادارو سره، په ځانګړي ډول له ښاروالۍ، د کرنې وزارت او د اوبو او برېښنا له وزارت سره کار کوو، څو د چاپېریال د ککړتیا مخه ونیسو.»

د یادونې ده، چې هر کال د مني او ژمي په موسم کې د کابل او ځینو نورو ښارونو هوا ککړیږي، چې خلکو ته د جدي ستونزو سبب کیږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ژمي له نږدې کېدو سره کابل کې د هوا د ککړتیا اندېښنې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*