د ژمي په را رسېدو سره د حلبي سازانو کاروبار هم غوړېدلی

د ژمي په را رسېدو سره د حلبي سازانو کاروبار هم غوړېدلی

د ژمي په را رسېدو سره د هېواد پلازمېنه کې د حلبي سازانو شمېر د پخوا پرتله زیات شوی او کار یې هم غوړېدلی دی. 

حلبي سازان وايي، اوس مهال یې د توکو د پېر او پلور کچه زیاته شوې او خوښ دي چې کور ته یوه مړۍ حلاله ډوډۍ پیدا کولای شي.

محمد رضا چې د خپلې کورنۍ یوازینی ګټیالی دی، د حلبي سازۍ له لارې د خپلې کورنۍ ورځني لګښتونه پوره کوي. 

هغه طلوع‌نیوز ته وایي: «موږ ښه جنس هم جوړوو چې کیفیت یې هم ښه وي خو بیه یې لوړه وي، کمزوری جنس هم جوړوو چې بیه یې بیا ټیټه وي، چې ځینې یې د پېر توان نه لري نو دا اخلي.»

ځینې نور حلبي سازان وايي، په دې ورځو کې د بخاریو، دودکشونو، څراغونو، سماورونو او نورو ګرموونکو وسایلو د جوړولو غوښتنې زیاتې شوې دي.

حلبي‌ ساز، مرتضی سلطاني و ویل: «مخکې به خلکو تر ډېره بهرني وسایل پېرودل خو اوس لږ لږ کورني وسایل جوړوو چې وسایل یې افغانستان کې اخلو.»

بل حلبي‌ ساز و ویل: «زموږ ډېری پېرودونکي تر ډېره کورنۍ بخارۍ اخلي ځکه هم یې وزن کم دی، هم یې بیه ټیټه ده او خونه هم ژر تودوي.»

له بلې خوا د کابل اوسېدونکي هم وايي، د حلبي سازانو له لوري د کورنیو جوړو شویو وسایلو، په ځانګړي ډول د لاسي بخاریو کارونه، د وارداتي وسایلو پرتله ډېره شوې ده.

د کابل اوسېدونکي، سید سلیمان په دې اړه و ویل: «د بخارۍ پېرلو لپاره راغلی یم، دلته بخارۍ یو څه ارزانه دي، ژمی دی او باید بخارۍ واخلو.»

حلبي د افغانستان او ګڼو نورو هېوادونو په لاسي صنایعو او ساختماني چارو کې له ډېر کارېدونکو موادو څخه دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ژمي په را رسېدو سره د حلبي سازانو کاروبار هم غوړېدلی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*