
د ژمې په را رسېدو سره یو شمېر بېوزلي د مرستو غوښتنه کوي
د ژمي او سړې هوا په را رسېدو سره افغانستان کې د خوړو د کمښت په اړه اندېښنې را پورته شوې دي
یو شمېر بېوزلې کورنۍ د سړې هوا په را رسېدو سره خپل اوسني بد اقتصادي وضیعت ته په کتو له اسلامي امارت او مرستهرسونکو بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.
د کابل ښار یو تن اوسېدونکی شادخان وايي: «سهار نهه بجې راځم، ۲۰۰ یا ۳۰۰ افغانۍ کار کوم او بیا بېرته کور ته ځم، باید مرسته راسره وشي، حکومت باید مرسته راسره وکړي.»
په همدې حال کې افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، افغانستان کې ۱۵ میلیونه کسان له خوړو له کمښت سره مخ دي چې بیړنیو اقداماتو ته اړتیا لري.ورته مهال، د اقتصادي مسایلو کارپوه محمدنبي افغان وایي: «باید په بسنټيزه توګه ورباندې فکر وشي، هر کال همدغه شمېرې اعلانوي او بیا د همدوی په نوم مرستې راټولوي، دا مرستې بیخي کمې دي، ښه خبره دا ده چې دې لپاره یو مشخص میکانیزم چمتو شي، په ځانګړې توګه هغه کسان چې له ښارونو لرې ژوند کوي او یا تازه له کډوالۍ را ستانه شوي وي.»
خو بل لور ته بیا د افغانستان د اقتصاد وزارت مسوولان وايي، په زیانمنو شویو سیمو کې یې د احتمالي خطرونو مخنیوي په موخه چمتووالی نیولی دی.
د دغه وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب په دې اړه طلوع نیوز ته وویل: «له غذایي نا امنۍ سره مبارزه یوې څو اړخیزې تګلارې ته اړتیا لري، داسې تګلاره چې هم اړمنو ته بیړنۍ رسیدهګي وکړلی شي او هم اساسي حللارې پهکې په نظر کې ونیول شي، پر دې سربېره، د کرنې او مالدارۍ د پراختیا، د اوبو د سرچینو د مدیریت، د اقتصادي زیربناوو پیاوړتیا، له اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې او د کاري فرصتونونو د برابرېدو په برخه کې د نړۍوالې ټولنې لنډمهاله او اوږدمهاله ښکېلتیا او مشارکت ته اړتیا ده.»
دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړۍوال پروګرام له دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې افغانستان کې له نهو میلیونو ډېر وګړي د خوړو له جدي کمښت سره مخ دي، هغه شمېر چې د دغه ناورین د مخنیوي لپاره په ملي او نړۍواله کچه جدي همکاريو ته اړتیا په ډاګه کوي.
لومړی نظر وکړئ on "د ژمې په را رسېدو سره یو شمېر بېوزلي د مرستو غوښتنه کوي"