د ښوونځيو بندښت زر ورځې؛ په څلورو رسامیو کې له زدکړو د منع شوو دوو خویندو کیسه

رسامي او انځورګري د احساساتو د بیان ژبه بلل کېږي. ځينو افغان نجونو هم خپل هغه کړاو او رواني حالت په رسامیو کې انځور کړی چې دوی یې د ښوونځيو د بندښت له کبله ګالي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له لوري د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځيو د بندښت زرو ورځو پوره کېدو په تړاو د رپوټونو په لړۍ کې نورګل شفق د یوې داسې مکتبۍ کیسه کوي چې خپل هغه احساسات یې په رسامۍ کې بیان کړي چې دا او خور یې اووم ټولګي ته له کامیابېدو سره له زدکړو راګرځول شوې دي.

لومړۍ رسامي؛ په ټال کې ناستې خویندې

د اووم ټولګي یوې افغانې ماشومې جوړې کړې دې رسامۍ کې دوه نجونې ښکاري چې شاوخوا تیاره ده، اسمان له ستورو ډک دی خو دوی لکه د لمر په یوه ګرده مرده رڼا کې په داسې ټال کې ناستې دي چې تنابونه یې په دوو زړونو پورې غوټه دي.

دا دوه مکتبۍ خویندې دي چې په مستعارونو نومونو یې ارزو او غوټۍ یادوو. رسامي ارزو کښلې چې تر غوټۍ دوه کاله مشره ده.

دوی دواړه تر شپږم ټولګي پر یوه لاره ښوونځي ته د دوو ملګرو غوندې لاس په لاس همداسې تللې دي لکه په رسامۍ کې یې چې لاسونه سره ورکړي. راتلونکي ته یې لویې هیلې درلودې خو خبرې نه وې چې یوه ورځ به د ارمانونو دا ټال یو څوک ورپسې ودروي او بلې ټالۍ ته به یې پرې نه ږدي؛ بالکل داسې لکه یو څوک چې په ټال کې ناست ماشوم ته شپږ ټالۍ ورکړي او پر اوومه د ټال پړي ونیسي او ځای پر ځای یې ودروي او ترې راکوز یې کړي.

د دوی پر مخ که د طالبانو حکومت تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځي دروازه نه وای تړلې نو ارزو او غوټۍ به اوس نهم ټولګي کې وای.

رسامي

ارزو ته د خپل رواني حالات او د دروني احساساتو د بیان ښه ژبه رسامي ورښکاره شوې، ومې پوښتله چې په دغه عکس کې څه ویل غواړي؟

ویې ویل، “دا دوه نجونې چې په ټال کې ناستې دي،‌ یوه زه او یوه مې خور [غوټۍ] ده. دا ما ته هغه شېبې رایادوي چې موږ دواړه به یو ځای ښوونځي ته تلو. خو اوس په ټال کې ناستې یو چې ولاړ دی او یوې بلې ته مو لاس ورکړی او خپه یو. دا زموږ خپګان بیانوي”

دویم رسم؛ تر بندیزونو او خنډونو هاخوا

ارزو او غوټۍ دواړه شپږم ټولګي کې وې چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان بیا واکمن شول. د واک یې څه باندې میاشت پوره شوې وه چې د پوهنې وزارت یې اعلان وکړ چې سر له سبا یعني د وږي له ۲۷مې/سپتمبر ۱۸مې یوازې نارینه زدکوونکي منځنیو ښوونځيو او لیسو ته ور وګرځي. خلک په تمه وو چې د افغانستان نوي‌ حاکمان به خپله پرېکړه بدله او نجونې هم تر شپږم ټولګي پورته زدکړو ته پرېږدي خو دا دی زر ورځې پرې په اوښتو دي مګر فیصله بدله نه شوه.

ارزو وايي، پاس لومړی رسم یې هماغه اعلان نه څو ورځې وروسته کښلی.

دا له لومړي ټولګي تر شپږمه تل اولنمره وه. په شپږم ټولګي کې یې ارمان و چې ناکامه شي خو اووم ته هم اولنمره بریالی شوه. مګر دا ځل نوي ټولګي ته د پرمختګ پر ځای کور کې ناستي ته اړ ایستل شوه.

رسامي

ارزو خپلې هیلې په دې دویمه رسامۍ کې داسې تصویر کړې دي چې که څه هم اوس هم خپل روښانه راتلونکي ته هیله‌منه ده خو “ګونګ” او نامعلوم دی، ځکه چې داسې ځای “بندۍ” کړای شوې دي چې “روښانتیا” ته د رسېدلو پر وړاندې یې کټارې او خنډونه ولاړ دي.

ارزو وايي، “دا نجلۍ چې دلته ولاړه ده، تر دې کټارې هاخوا خپل راتلونکی روښانه ورته ښکاري ځکه چې فکر کوي، هلته مکتبونه خلاص دي او ټول خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره هڅه او زدکړې کوي. خو چېرې چې ولاړه ده، هلته تیاره ده، ځکه چې مکتبونه نه شته او ټول بند دي، تیاره ده”

درېیمه رسامي؛ تشه بکسه

ارزو او غوټۍ د خپلې کورنۍ د دویم نسل لومړنۍ نجونې دي چې ښوونځي ته تلې. پلار یې په دې تمه له کلي کابل ته کډه شوی چې پر لوڼو زدکړې وکړي خو اوس یې دا هیله نیمګړې پاتې ده.

ارزو وايي، هره ورځ د خپل ښوونځي بکسه او کالي ویني او ښوونځيو وریادوي. خپلې خور غوټۍ سره ښوونځي ته ګډ مزل او هلته د خپل عمر له نورو نجونو او ټولګیوالو سره درس ویل او کیسې کول یې یادېږي. په وینا یې، په تېرو زرو ورځو کې داسې هېڅ ورځ نه ده راغلې چې دا څه یې له یاده وتلي وي.

رسامي

دا درېیمه رسامي د ارزو د همدې حالت ترجماني کوي چې د ښوونځيو پر بندښت شاوخوا یو کال اوښتو پر مهال یې جوړه کړې او دې پکې په خپله غېږه کې د ښوونځي بې رنګه او تشه بکسه نیولې او په رنګه کالیو کې چورتي ورته ناسته ده.

ارزو وايي، “ښوونځيو ته نه تګ مې پر ذهن ناوړه اغېز کړی او همېشه یې په اړه فکر کوم. خو هر څه په زړه کې ساتم. ځکه چې امید مو له لاسه ورکړی دی. د ښوونځي دروازې زموږ په وس کې نه دي‌ چې پرا یې نیزو. د مکتب یوه یوه ورځ او همصنفیانې مې رایادوم او ورته ژاړم. کله خدای نه ګیله منې شو چې ولې داسې راسره کېږي او کله خپل ځان ته په قهر شو.”

څلورم رسم؛ شنډه ونه

رسامي

او په څلورمه رسامۍ کې ارزو خپل اوسنی له زدکړو لرې ژوند یوې شنډې ونې ته ورته ترسیم کړی دی چې نه میوه نیسي‌ چې خلک ګټه ترې واخلي او نه هم پاڼې او سیوری لري چې له ټکنده غرمو یې یو څوک لاندې یخ سیوري ته کېني.

او ارزو پکې له خپلې یوې ګوډۍ یا نانځکې سره په تاوده لمر کې په فکر کې ناسته ده.

د دې رسامۍ په اړه مې ارزو وپوښتله چې د رسمولو پر مهال یې څه فکر کاوه؟

ویل یې، ” کله چې پر چا خپلو هیلو ته د رسېدو لارې بندې وي او یوازې خپل احساسات په تصویرونو کې بیانولی شي نو زما غوندې رسامي کوي، ځکه چې یوازې په فکر کولو خپل زړه نه شو صبرولی. په دغه تصویر کې زه د خپلو هیلو په اړه فکر کوم او له ځانه پوښتم چې ایا هغه ورځ به هم کله راشي چې خپلو هیلو ته به ورسېږم او یوه ورځ به زه ډاکټره وم او د خلکو ژوند به ژغورم؟”

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ښوونځيو بندښت زر ورځې؛ په څلورو رسامیو کې له زدکړو د منع شوو دوو خویندو کیسه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*