د بدخشان په پامیر کې یو شمېر زده کوونکي وايي، په دې سیمه کې د لېسې د نشتوالي له امله نشې کولای تر دوولسم ټولګي زده کړې وکړي.
په دغې سیمه کې د ښځینه ښوونکو نشتوالی بله هغه ستونزه ده، چې ورسره نجونې نشي کولی زده کړې وکړي.
د واخان ولسوالۍ پامیر اوسېدونکی، انوارالحق وايي: «دلته د هلکانو لپاره ښوونځی شته، خو د نجونو لپاره نشته. زموږ غوښتنه دا ده، چې د نجونو لپاره هم ښوونځي جوړ شي.»
پامیري ماشومان او نوي ځوانان هیله لري، چې د لوړو زده کړو زمینې برابرېدو سره به دا تشه ډکه کړي.
د پامیرونو اوسېدونکي د سرپرست حکومت له مسوولینو د یوې لېسې جوړولو غوښتنه کوي.
د واخان د پامیر یو بل اوسېدونکی، ابراهیم هم وايي: «خرابه لار خو تاسې خپله لیدلې ده، د زده کړو لپاره له دې ځایه بل ولایت ته تګ ډېر ستونزمن دی. زموږ غوښتنه دا ده، چې دلته یو ښوونځی او یوه مدرسه جوړه شي.»
د پامیر اوسېدونکې، خدیجه هم وايي: «زموږ ټولنه بې سواده شوې ده. نجونې ښوونځيو ته نه ځي، سمې زده کړې او سم ښوونکي هم نه لرو.»
خو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ویاند وايي، فیض آباد ښار کې یې د پامیر اوسېدونکو لپاره یې یوه لېسه جوړه کړې او کولای شي چې پر یوه وخت ۲۵۰ زده کوونکي جذب کړي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ویاند، تسلیم الله حقاني په دې اړه و ویل: «د بدخشان مرکز، فیض اباد کې مو د پامیر ځوانانو لپاره یو ښوونځی جوړ کړی دی، په پام کې ده چې راتلونکې کال کې په لس جریبه ځمکه کې یې کار بشپړ شي. د یادونې وړ ده، چې دغه ښوونځی اوس ۲۵۰ زده کوونکي جذب کولای شي.»
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسوولینو په خبره، ددې لېسې لپاره یې یوه ودانۍ کرایه کړې او په پام کې ده، چې راتلونکي کال فیض آباد ښار کې ددې لېسې ودانۍ د جوړولو چارې پیل شي.
لومړی نظر وکړئ on "د ښوونکو او ښوونځيو کمښت د پامیر اوسېدونکو جدي ننګونې دي"