د ښوونکي نړۍواله ورځ؛ د ښوونکو د اقتصادي وضعیت اندېښنې

1
1

د ښوونکي نړۍواله ورځ؛ د ښوونکو د اقتصادي وضعیت اندېښنې

د اکټوبر ۵مه د ښوونکي له نړۍوالې ورځې سره برابره ده. د دې ورځې په مناسبت ښوونکي له حکومته غواړي چې ستونزو ته یې جدي پاملرنه وکړي.

ښوونکي وايي، د کم معاش له امله په ډېرې سختۍ د ژوند بېړۍ روانه ساتي.

ښوونکې، نبیله نظري وایي: «د ښوونکو تنخوا ته باید جدي پاملرنه وشي، ځکه ښوونکي دي چې ټولنه پر مخ وړي.»

بله ښوونکې، رابعه قیامي وایي: «د ښوونکو تنخواو ډېره کمه ده، زموږ ستونزې په دې تنخوا نه حل کیږي.»

نجیبه هغه ښوونکې ده چې په ۱۳۴۳ هجري لمریز کال کې یې له ستارې ښوونځي د زده کوونکو روزنه پيل کړې او په ۱۳۸۳ کې یې په دېکېپک ښوونځي کې پایته رسولې ده. 
هغه متقاعده  ده خو د خپلې استادۍ د دورې یاد یې لا هم ځوان ساتلی دی. 

نجيبه په دې اړه طلوع نیوز ته وایي: «په هغه وخت کې ښوونکي د خلکو، دولت او د هغو کورنیو په منځ کې چې ماشومان یې زموږ ښوونځي ته راتلل، ځانګړی درناوی درلود. په ځانګړي ډول د داوود خان په دوره کې، له هر ښوونځي یو استازی د ښوونکي د ورځې نمانځنې ته بلل کېده.»

غلام اکبر صافی بیا هغه ښوونکی دی، چې د خپلې تنخوا ۶۶ سلنې د کور په کرایه لګوي. نوموړي د ښوونکو له بد اقتصادي وضعیت شکایت کوي.

غلام‌ اکبر صافی وایي: «که د ښوونکو ژوند ته پاملرنه وشي او هغوی ته ځمکه ورکړل شي، د کور له کرایې به بېغمه شي.»

له دې سره هم مهاله، د ښوونکي د نړۍوالې ورځې په مناسبت د هېواد پخوانی ولسمشر، حامد کرزي د ښوونکو، په ځانګړي ډول د ښځینه ښوونکو د خدمتونو ستاینه کړې ده.

کرزي ویلي، افغانستان کې، ښوونکي له ستړیاو، ستونزو، اقتصادي فشارونو او د امکاناتو د کمی سره سره، په بشپړ رښتینوالۍ او ژمنتیا د هیواد د ماشومانو د روزنې لپاره کار کوي او خپله سپېڅلې دنده ادا کوي.

اروپایې ټولنې او یوناما هم د همدې ورځې په مناسبت ویلي، زده کړې پرځان بسیا افغانستان لپاره تر هرڅه مهمې دي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) لیکلي:«د افغانانو روزنه د سولې، ثبات، اقتصادي پیاوړتیا او پرمختګ لپاره مهمه او اړینه ده.»

اروپايي ټولنې هم د ښوونکي نړۍوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د ټولو ښوونکو، په ځانګړي ډول د ښځینه ښوونکو او زده‌کوونکو زړورتیا ستایلې او ویلي یې دي، چې زده کړې د ټولو لپاره د یوه پیاوړي او خپلواکه افغانستان د جوړېدو کیلي ده، چې کولی شي د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ زمینه برابره کړي.

د ملګرو ملتونو علمي، ښوونیز او فرهنګي بنسټ (یونسکو) په ۱۹۹۴ کال کې د اکټوبر پنځمه د ښوونکي نړۍوالې ورځ وټاکله، چې موخه یې د ښوونکو ستاینه، ټولنه کې د زده کړو اهمیت او د ښوونکو ملاتړ بلل شوی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ښوونکي نړۍواله ورځ؛ د ښوونکو د اقتصادي وضعیت اندېښنې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*