د کابل شپږمې حوزه کې چاودنه؛ ۶ تنه وژلي او ۱۳ تنه نور ټپيان دي

د کابل امنیه قومندانۍ ویلي چې، د دغه ښار د شپږمې حوزې اړوند د قلعه بختیار سیمې په نننۍ (دوشنبې، د وږي ۱۲مې) چاودنه کې شپږ تنه وژل او ۱۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، بریدګر پر ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته د قلعه بختیار په سیمه کې چاودنه ورکړې ده.

ښاغلي ځدراڼ همدارنګه ویلي چې، د دغې پېښې ټپيان پر وخت روغتونونو ته لېږدول شوي او د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي.

بلخوا تراوسه هېڅ ډلې د دغه برید مسوولیت نه‌دی منلی.

اړوند

ا.ا. ویلي وو، چې په دغه برید یو تن وژل شوی او ۱۱ ټپیان شوي.

په کابل کې د ا.ا. د امنیې قوماندانۍ ویاند ویلي و، چې د کابل ښار په لویدیځ دشت برچي کې د یکشنبې په ماسپښین د چاودنې له امله یو تن وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي.

داع-ش وسله والې ډلې تر دې وړاندې هم د دا ډول بریدونو مسوولیت منلی وو.

خالد ځدران ویلي، چې دغه پېښه په یوه مساپر وړونکي موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

عیني شاهدانو افغانستان انټرنشنل ته یوه ویډیو لېږلې، چې له چاودنې وروسته په لومړیو شېبو کې لیدل کېږي، چې د مرسیډیز مساپر وړونکی موتر څخه وينې بهيږي او د بدن ټوټې هم پرتې دي.

دا له ځنډ وروسته بیا د کابل په لوېدیځ کې د ولسي خلکو پر موتر برید دی، چې کابل ښاریانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې، تر دې وړاندې به دا ډول بې شمېره بریدونه کېدل چې د ګڼو خلکو د مرګ ژوبلې لامل کېدل.

داع-ش په کابل کې د تېرې ورځې د برید مسوولیت یوه ورځ وروسته له برید څخه په غاړه واخیست.

د ا.ا. حکومت وايي، داع-ش ډله یې په افغانستان کې له پښو غورځولې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د کابل شپږمې حوزه کې چاودنه؛ ۶ تنه وژلي او ۱۳ تنه نور ټپيان دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*