
د کابل په بازارونو کې د سرو او سپینو زرو بیې راټیټې شوي
د کابل په بازارونو کې د سرو او سپینو زرو کاروباریان وایي، د ۲۱ عیاره سرو زرو د هر ګرام بیه په یوه اوونۍ کې له ۱۰ زره او ۵۰۰ افغانیو څخه ۹ زره او ۵۰۰ او د ۱۸ عیاره سرو زرو بیه بیا له ۹ زره او ۱۰۰ افغانیو څخه ۷ زره او ۷۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.
دوی وایي، دې تر څنګ د سپینو زرو په بیو کې هم کمښت راغلی او د هر ګرام سپینو زرو بیه چې یوه اونۍ مخکې ۲۸۰ افغانی وه، اوس ۱۸۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.
د سرو زرو پلورونکي، سیدالرحمان و ویل: «دغه تېرو دوو ورځو کې په د هر ګرام سرو زرو بیه شاوخوا ۱۲ سوه افغانۍ ټیټه شوې ده.»
د سرو زرو بل پلورونکي، فرهاد و ویل: «هغه وخت د ۲۱ عیارو سرو زرو بیه له ۱۰ زره او ۵۰۰ تر ۱۱ زره افغانیو وه او اوس ۹ زره افغانیو ته راټیټه شوې او د ۱۸ عیارو سرو زرو بیه بیا د تېرې پنجشنبې پر ورځ ۹ زره او ۱۰۰ افغانۍ وه خو نن (دوشنبې) ۷ زره او ۷۰۰ افغانۍ ده چې د ریکارډ په کچه را ټیټه شوې ه.»
یو شمېر کابل مېشتي، که څه هم د خوشحالیو په مراسمو کې د سرو زرو اخیستل اړین ګڼي، خو اقتصادي ستونزو اړ کړي چې د پېرلو پر ځای خپل سره زر وپلوري.
دوی دغه راز هیله څرګندوي چې په هېواد کې د سرو زرو بیه نوره هم راکمه شي.
د کابل اوسېدونکي، اکرام و ویل: «ښه شی دی. په پروګرامونو کې هم کارول کیږي او یوه پانګه هم ده. څوک چې سره زر لري، راتلونکې ته یو څه هیله من وي.»
د کابل بل اوسېدونکي، عمران و ویل: «اوس د سرو زرو بیې لوړې شوي او ځوانان یې د پېر وس نه لري. ځینې خلک یې پلوري او د سرو زرو د پلور په پیسو بیا خپل پروګرامونه جوړوي.»
په ورته مهال، د زرګرانو ټولنه وايي، د سرو زرو په بیه کې اوسنی بدلون د ایران او امریکا ترمنځ د ترینګلتیاو له امله دی. دوی زیاتوي چې د هر ګرام سرو زرو بیه له څه باندې زر افغانیو را ټیټه شوې ده.
د کابل د زرګرانو ټولنې رییس، محمد بشیر احسان زاده په دې اړه و ویل: «له تېرې اوونۍ راهیسې د کابل په بازارونو کې د سرو زرو بیې شاوخوا ۱۰۰۰ افغانۍ راټیټې شوي.»
د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالحسیب صافي و ویل: «د سرو زرو د بیو د ټیټېدو لاملونه سیاسي ناورینونه، جګړې، نړۍوال تورم او د نورو اسعارو پر وړاندې د ډالرو د بیو کمښت دي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د کابل یو شمېر اوسېدونکو د سرو او سپینو زرو د بیو له بې ساري زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې وه.
لومړی نظر وکړئ on "د کابل په بازارونو کې د سرو او سپینو زرو بیې راټیټې شوي"