د غزني په ولایت کې د ا.ا. د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې د کابل او کندهار په لویې لارې کې د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۱۸ (لیندۍ۲۸) په دوو ترافیکي پېښو کې «۵۲ تنه مړه شوي» دي.
د دغه ریاست مشر حمیدالله نثار رسنیو ته په یو استول شوي پیغام کې ویلي دي چې «د کابل ـ کندهار پر لویه لار د غزني ولایت مربوطاتو کې د رامنځته شویو ترافیکي پېښو له امله شاوخوا ۵۲ تنو هېوادوالو ژوند له لاسه ورکړی او ۶۸ نور ټپیان» دي.
نوموړي ویلي دي چې په لومړۍ پېښې کې یو مسافر وړونکي موټر د ګازو له ټانګر او په دویمه پېښه کې بل مسافر وړونکي موټر له یوې لارې جنګیدلي دي.
مقامات وایي چې سیمې ته د امنیت او ژغورنې ډلې استول شوي دي. د نثار په وینا د ځینو زخمیانو وضعیت ښه نه دی. اکثریت زخمیان د غزني ښار روغتون ته رسول شوي دي.
د ازاۍ راډیو د راپور په اساس په مړه شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
په ټولنیزو رسنیو کې ځینو افغانانو له خلکو غوښتي دي، چې د غزني روغتون ته ځانونه ورسوي چې زخمیان وینې ته اړتیا لري.
د دغو ترافيکي پېښو د علت په اړه لا څه ویل شوي نه دي، خو معمولآ په افغانستان کې د موټروانانو د بې احتیاطۍ او د سړکونو د خرابوالي له کبله دا ډول پېښې رامنځ ته کېږي.

لومړی نظر وکړئ on "د کابل-کندهار په لویې لارې کې په ترافيکي پېښو کې ۱۲۰ تنه مړه او ژوبل شوي دي"