د کارموندنې هڅې او له مسلکي زده‌کړو د تازه فارغ‌شویو ځوانانو غوښتنې

د کارموندنې هڅې او له مسلکي زده‌کړو د تازه فارغ‌شویو ځوانانو غوښتنې

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال، کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د محصلانو فراغت‌غونډه کې هېواد کې د بې‌روزګارۍ د ستونزې منلو ترڅنګ د نویو کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره د دغه وزارت د هڅو خبره وکړه.

د یاد وزرات مرستیال محمد زاهد احمدزي، د کار په نړۍوالې غونډه کې شویو هوکړه‌لیکونو ته په اشارې سره زیاته کړه چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له خصوصي سکټور سره هوکړه کړې چې په راتلونکو درېیو تر پنځو کلونو کې به نږدې یونیم میلیون کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

هغه وویل: «ان‌شاءالله هغه کسان چې بې‌کاره دي او یا هغه ځوانان چې تازه فارغ شوي، موږ منظمه برنامه لرو چې د هرې برخې فارغان د تعهدنامو له لارې اړوندو وزارتونو ته ور وپېژنو او هیله لرو چې زیات شمېر یې په کار بوخت شي.»

نوموړي دغه راز نورو هېوادونو ته د افغان کارګرانو د لېږد په تړاو وویل چې دغه وزارت له ایران سره پر یوه مشخص میکانیزم کار کوي، څو افغان کارګر وکړی شي د کار لپاره دغه هېواد ته سفر وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې د قطر له لوري د افغان کارګرو منلو ته لېوالتیا د پخوا پرتله کمه شوې ده.

احمدزي زیاته کړه: «له بده مرغه، قطر چې په پیل کې لېواله و، اوس دا ډول نه دی، خو نورو هېوادونو ته چې افغانان ورځي، هلته بهیر عادي روان دی؛ هیله ده چې قطر هم په راتلونکي کې جدي شي.»

دغو مراسمو کې د زیانمنونکي قشر له ښوونیز مرکزه ۹۰ زده‌کوونکي د موبایل د ترمیم، برېښنا او نل‌ځغلونې د مهارتونو له زده کولو وروسته فارغ شول.

یو شمېر دغه فارغ شوي کسان غواړي چې د کار زمینه ورته برابره شي.

د نعمان په نوم یو ځوان چې تازه له دغه مرکزه فارغ شوی وايي: «دلته موږ درې مسلکي برخې، لکه برېښنا، ترمیم، نلدواني او د موبایل تخنیک زده کړل او زه له برېښنا برخې فارغ شوی یم، دا برنامه د کار او ټولنیزو چارو وزارت له خوا جوړه شوې وه.»

 محمد شفیع بل تازه فارغ شوی ځوان دی: «زما غوښتنه له حکومته دا ده چې اوس مې دا مهارت زده کړی، نو هیله لرم چې په همدې برخه کې راته د کار زمینه برابره شي.»

اوس مهال په کابل کې د زیان‌من قشر په دې روزنیز مرکز کې شاوخوا ۴۰۰ کسان په خیاطي، نل‌غځونې، برېښنا او د موبایل په تخنیکي برخو کې مسلکي زده‌کړې کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د کارموندنې هڅې او له مسلکي زده‌کړو د تازه فارغ‌شویو ځوانانو غوښتنې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*