
د کانونو په استخراج او پروسس کې د اسانتیاو تړون لاسلیک شو
د کانونو او پټرولیم وزارت او د سوداګرۍ او پانګونې خونې ترمنځ د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو.
د دغه هوکړه لیک موخه د کان کیندونکو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول او د افغانستان د کانونو سکتور د ستونزو د حل لارو لټول بلل شوي دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، د افغانستان کانونه د هېواد د خلکو ملي شتمني ده او د دغو شتمنیو ساتنه او سمه استفاه د حکومت، خصوصي سکتور او خلکو ګډ مسوولیت دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال، محمد یونس مهمند په دې اړه داسې وايي: «کانونه زموږ ملي شتمني ده. د کانونو ساتنه او سم پروسس کول د هر افغان دنده ده. موږ دې ته مکلف نه یو چې کانونه څنګه ترلاسه کړو، بلکې پر دې مکلف یو چې کانونه په سمه توګه پروسس کړو څو یې ګټه ټول افغانستان ته ورسېږي.»
د افغانستان- پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس، خان جان الکوزی هم زیاتوي: «موږ د دولت او سوداګر ترمنځ یوه وسیله یو. موږ د یوه پل په توګه کار کوو، څو دا زمینه برابره کړو چې یو باوري سوداګر، چې خپل وطن سره مینه لري، پانګه او امکانات لري، له وزارت سره شراکت وکړي.»
د کانونو او پټرولیم وزارت معین هم وايي، دغه وزارت هڅه کوي چې د هېواد کانونه په سمه توګه او د ملي ګټو په پام کې نیولو سره مدیریت کړي.
نوموړی قراردادي شرکتونو او د خصوصي سکتور استازو ته ډاډ ورکوي چې شته ستونزې به هوارې شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ معین، عبدالرحمن قانت په دغه برخه کې وايي: «دغه کانونه چې اوس یې مسوولیت د وزارت او خصوصي سکټور پر غاړه دی، باید په معقوله توګه ترې ګټه واخیستل شي او د عامه هوساینې په پروژو کې وکارول شي.»
د لا زیاتې همغږۍ او انسجام رامنځته کېدل، د اسانتیاوو زیاتېدل، د کاني محصولاتو د ګمرکي تعرفي کمېدل، په ځانګړي توګه د هوایي ډګرونو له لارې د کاي توکو د لېږد اسانه کېدل او همداراز د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو په کانونو کې د لا ډېرو اسانتیاوو رامنځته کېدل د کانونو او پټرولیم وزارت د قراردادي شرکتونو له مهمو غوښتنو دي.
لومړی نظر وکړئ on "د کانونو په استخراج او پروسس کې د اسانتیاو تړون لاسلیک شو"