د کانکور اول نمره د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو غوښتونکی شو

د ۱۴۰۳ کال د کانکوز ازمویني عمومي اول نمره اتل رحیم‌زوی، د کانکور په ازموینه کې له روڼتیا خوښي وښوده.

ښاغلی رحیم‌زوی له سرپرست حکومته غواړي چې، له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځي او پوهنتون ته د تګ اجازه ورکړي.

اتل خان رحیم‌زوی وویل:«د نجونو په برخه کې هیله لرم چې، د هغوی ښوونځي او پوهنتونونه هم پیل شي البته لږ وخت به نیسي؛ خو زه په اسلامي امارت ډاډمن یم چې، دوی به یې حتماً پیل کوي البته لږ وخت نیسي.»

اتل خان چې اتلس کلن دی، د کابل له حبیبې لېسې فارغ شوی او د خپلې خوښې پوهنځي یعني طب پوهنځي ته بریالی شوی،د دې ترڅنګ چې، د خپل ګللي زیار یادونه کوي، د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې د اعلان شېبې هیجان داسې بیانوي.
       
د کانکور ازموینې عمومي اول نمره زیاتوي:«کله چې اعلان وشو، لمانځل یې په چغو وشو، چغې وې، ژړا وه، خندا وه‌‌، ضعف کېدل و، ډېر هیجاني حالت و او په هغو صحنو زه سم پوه شوی هم نه‌یم چې، څنګه تېرې شوې.»
            
د اتل خان تره میرویس رحیم‌زوی څرګندوي:«د کورنۍ ملاتړ د ژوند په هره پړاو کې ډېر مهم دی، هغه که تحصیل وي او که هغه د ژوند نورې مهمې پرېکړې وي، تر هغې چې، د کورنۍ تشویق نه‌وي هغه ماحول ورته جوړ نه‌کړي یوه انګیزه ورنه‌کړي هغه زده‌کوونکي نه‌شي بریالي کېدای.»

میرویس رحیم زوی  میوند رحیم زوی هم وايي:«له اسلامي امارته مې دا هیله ده چې، د زده‌کړو زمینه برابره کړي، کله چې هغوی فارغان شي او ښې نمرې ترلاسه کړي هغوی ته دې د کار زمینه برابره کړي.»
 
دا په داسې حال کې ده چې، له شپږم ټولګي پورته زده‌کونکو نجونو او ښځينه محصلانو تل د دوی پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو پر نه پرانیستل کېدو نیوکه کړې ده.

خو اسلامي امارت ویلي دي چې، هڅه کوي په هېواد کې زده‌کوونکو نجونو او محصلانو ته ژر تر ژره د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د کانکور اول نمره د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو غوښتونکی شو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*