د کانګرس لوړپوړی غړی: له افغانستانه د امریکا وتلو د داع-ش ‘بهرني عملیات’ زیات کړي

Loading

د امریکا ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر ویلي، چې د امریکا له وتلو او افغان حکومت له پرځېدو وروسته په «زرګونو ترهګر» له زندانه وتښتېدل چې په نورو هېوادونو کې د داع-ش په بریدونو کې مرسته کوي.
مک‌کال وویل، «داع-ش ډله د مکسیکو له لارې امریکا ته دننه شوې.»

مایکل مک‌کال د بایډن د ادارې پر سرحدي تګلارو نیوکه وکړه او دا یې د داع-ش په څېر ترهګرو ډلو ته یو چانس وباله چې پر امریکا بریدونه وکړي.
جمهوري غوښتونکو په وار، وار پر ډیموکراټانو نیوکه کړې چې امریکا ته د لاتینې امریکا د کډوالو د ننوتلو مخه نه نیسي. ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې چې که د نومبر په ټاکنو کې بریالی شي نو له مکسیکو سره به پر پوله دیوال جوړ کړي.
درېیو امریکايي چارواکو د چنګاښ په میاشت کې این‌بي‌سي نیوز ته وویل چې له داع-ش سره تړلې د انساني قاچاق شبکې له منځنۍ اسیا او نورو ځایونو څخه تر ۴۰۰ زیات کډوال امریکا ته راوستي دي.
دوی ویلي چې پر روسیې د د اع-ش وروستي برید د امریکا پر خاوره د دغې ډلې د بریدونو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر سي‌بي‌سي شبکې ته ویلي، چې د دوشنبې په ورځ یې یو مطلب خپور کړی او یو ځل بیا یې د پخواني افغان حکومت د پرځېدو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی.
هغه وویل: «موږ د افغانستان مخکیني حکومت پرځېدل ولېدل. په زرګونو داع-ش جنګیالي د بګرام له زندانه ووتل او بالاخره د افغانستان، تاجکستان او پاکستان په ځینو سیمو کې میشت شول.»
هغه زیاته کړه، «هغوی (د داع-ش خراسان څانګه) خپله لاره پرانیزي، دوی د مکسیکو له لارې متحده ایالاتو ته ننوځي.
مک‌کال په متحده ایالاتو کې د داع-ش د اتو مشکوکو غړو نیول کیدو ته په اشارې سره وویل، «پوښتنه دا ده چې د دوی څومره نور کسان دلته (په متحده ایالاتو) کې دي.»
د متحده ایالاتو رسنیو راپور ورکړ چې اته تنه د تاجکستان وګړي د غبرګولي په ۲۲ په نیویارک، لاس انجلس او فلاډلفیا کې د داع-ش له خراسان څانګې سره د تړاو په تور ونیول شول.
تر دې مخکې د وري په میاشت کې د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر له افغانستانه بهر د داع-ش د مخ پر ودې عملیاتي وړتیا په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه.
مایکل مک‌کال خبرداری ورکړ چې داع-ش اروپا او امریکا ته ګواښ دی.
د امریکا د مرکزي قوماندې پخواني قوماندان هم د د اع-ش له خوا پر امریکا او نورو بهرنیو قدرتونو د برید لپاره د «قوي ارادې» خبرداری ورکړ.
فرانک مکینزي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د داع-ش خراسان ډلې د ودې لامل وباله.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د د اع-ش خراسان ډلې د مالي شبکې د له منځه وړلو لپاره لس میلیونه ډالره جایزه ټاکلې ده.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دا مالي جایزه به د هغو معلوماتو په بدل کې ورکوي چې د د اع-ش خراسان ډلې د مالي ملاتړ د بهیر ګډوډولو لامل وګرځي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د کانګرس لوړپوړی غړی: له افغانستانه د امریکا وتلو د داع-ش ‘بهرني عملیات’ زیات کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*