خوست کې د ځوانانو په نوښت د کتابونو د کمښت ستونزې د حل هڅې پیل شوي

منبع

خوست کې د ځوانانو په نوښت د کتابونو د کمښت ستونزې د حل هڅې پیل شوي

په خوست کې یو شمېر ځوانانو د ښوونځیو د هغو کتابونو د راټولولو لړۍ پیل کړې چې زده‌کوونکي ورته اړتیا نه لري، څو د پوهنې ریاست له لارې پر نورو اړمنو زده‌کوونکو و وېشل شي.

دوی په یوه اوونۍ کې شاوخوا اته سوه ټوکه بېلابېل کتابونه راټول کړي او وایي، چې په دې سره غواړي د اړمنو زده‌کوونکو لاسنیوی وکړي.

خوست کې د کتابونو راټولوونکي، نقیب الله ځلاند و ویل: «دا پروسه د خوست اطلاعاتو او کلتور او د پوهنې ریاست په همغږۍ پیل شوې او تر دې مهاله شاوخوا اته سوه کتابونه راټول شوي او تر یوې میاشتې به دوام وکړي، دا کتابونه به د پوهنې ریاست هغو ښوونځیو ته ورکړي چې ورته اړتیا لري.»

د کتابونو راټولوونکي، امداد الله نیکزاد و ویل: «زده‌کوونکي نشي کولی د اړتیا وړ کتابونه واخلي، نو موږ کور په کور ګرځو او هغوی چې کور کې اضافه کتابونه لري، راټولوو یې او هغوی ته یې سپارو چې کتابونو نه لري او یا یې د پېرلو توان نه لري.»

زده‌کوونکي د دې ځوانانو هڅې ستایي او په ښوونځیو کې د کتابونو کمښت د زده‌کړو پر وړاندې یوه ستره ننګونه بولي.

د دوی په خبره ډیری زده‌کوونکي د اقتصادي ستونزو له امله د اړتیا وړ کتابونه نشي پېرلی.

خوست کې زده‌کوونکي، بصیر احمد دانش و ویل: «دې ځوانانو چې کومه پروسه پیل کړې، ښه ګام دی. ما سره هم په کور کې اضافه کتابونه وو، دوی ته مې وسپارل پر نورو زده‌کوونکو هم غږ کوم چې په کورونو کې ورسره شته اضافي کتابونه دوی ته ورکړي.»

زده‌کوونکی، اکرام الله وایي: «په ډیری ښوونځیو کې د کتابونو کمښت شته او هغوی چې اضافه کتابونه لري که دې ځوانانو ته یې وسپاري تر يوه بریده به دا ستونزه راکمه شي.»

بل زده‌کوونکي، ریحان و ویل: «له پوهنې ریاست څخه مو غوښتنه دا ده چې زده‌کوونکو ته د اړتیا وړ کتابونه ورسوي، که زده‌کوونکي کتابونه و نه لري، زده‌کړې نشي کولی.»

دا ځوانان هر کال د ښوونځیو کتابونه راټولوي او وایي، تېر کال یې هم شاوخوا دوه زره ټوکه کتابونه راټول کړي وو، چې د وېش لپاره یې د خوست پوهنې ریاست ته سپارلي وو.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "خوست کې د ځوانانو په نوښت د کتابونو د کمښت ستونزې د حل هڅې پیل شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*