
د کرنې وزارت: پاکستان ته د افغانستان صادرات په عادي ډول روان دي
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې ستونزې کمې شوي او اوس مهال د افغانستان صادرات دغه هېواد ته په عادي ډول روان دي.
د دغه وزارت مرستیال صدراعظم عثماني ویلي، دا مهال د افغانستان تازه او وچه مېوه د تورخم، غلامخان او ډنډپټان له لارې پاکستان ته صادریږي. نوموړي زیاته کړه: «د تورخم دروازه خلاصه ده او مخکې د غلامخان په لاره ځینې ستونزې وې، خو اوس دوه ورځې کیږي چې دغه لار هم زموږ د وچو او تازه مېوو د صادراتو پر مخ خلاصه شوې ده.»
تر دې وړاندې د لارو بندېدو او د موټرو د ځنډولو له امله د افغانستان وچه او تازه مېوه د پاکستان بازارونو ته تر رسېدو وړاندې خرابېده او دغې ستونزې سږ کال هم افغان سوداګرو ته ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.
ځینې سوداګر بیا له پاکستان سره سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د اسانتیاو غوښتنه کوي.
سوداګر امید حیدري وایي: «موږ د اسلامي امارت له مشرتابه غواړو لکه څنګه چې له پاکستان سره د تعرفو ستونزې حل شوې، همداسې د صادراتو په برخه کې د لا اسانتیاو لپاره له پاکستان سره هوکړې وکړي.»
تر دې وړاندې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټي ستونزو له امله په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو د ټرانزیټي سوداګرۍ کچه له اووه میلیارده ډالرو، شاوخوا دوه میلیارده ډالرو ته راټیټه شوې، چې دواړو لورو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.
لومړی نظر وکړئ on "د کرنې وزارت: پاکستان ته د افغانستان صادرات په عادي ډول روان دي"