د کرکټ لوبغاړی احسان الله جنت له پېنځه کلن لوب‌بندیز سره مخ شو

Loading

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی، چې د کورني کرکټ لوبغاړی احسان الله جنت د افغانستان کرکټ بورډ او د کرکټ نړیوالې شورا له فساد سره د مبارزې له قوانینو څخه د سرغړونې له کبله د پېنځه کلونو لپاره له هر ډول کرکټ لوبو منع شوی دی.

د  لوبو د فساد ضد نړیوال قانون پر بنسټ: هغه لوبغاړي، چې د فساد په کړنو، جوړجاړي او ورته نورو برخو کې ښکېلیږي؛ نو له پېنځه کلونو څخه تر  عمري لوب بندیز سره مخ کیدای شي.

د  لوبو د فساد ضد نړیوال قانون پر بنسټ: هغه لوبغاړي، چې د فساد په کړنو، جوړجاړي او ورته نورو برخو کې ښکېلیږي؛ نو له پېنځه کلونو څخه تر  عمري لوب‌بندیز سره مخ کیدای شي.

کرکټ بورډ زیاته کړه: هغه (احسان الله جنت) اعتراف کړی، چې د کرکټ د نړیوالې شورا د قوانینو له له دوه‌یمې مادې لومړۍ فقرې لومړي جز څخه یې سرغړونه کړې ده.

کرکپ بورډ ویلي، چې نوموړي د لوبو د فساد ضد نړیوال قانون له مادو خپله سرغړونه منلې او په فساد کې د ښکېلتیا په تړاو یې پخپلې سرغړونې اقرار کړی دی.

د کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې؛ په لوبیز فساد کې د ښکېلتیا له کبله پر درې نورو لوبغاړو هم شکونه شته او په اړه یې څېړنې روانې دي. که جرم پرې ثابت شي؛ نو په اړه به یې ورته پرېکړه وشي

ویل کیږي، چې پر احسان جنت یاد بندیز د دغې اعلامیې له خپرېدو سره سم د پلي کېدو وړ دی او تر راتلونکیو پېنځه کلونو پورې به روان وي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د کرکټ لوبغاړی احسان الله جنت له پېنځه کلن لوب‌بندیز سره مخ شو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*