
د کندهار د لیرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي د اسانتیاو د برابرېدو غوښتنه کوي
کندهار کې د ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پرتو سیمو اوسېدونکي د ژوند د لومړنیو اسانتیاو د برابرولو غوښتنه کوي.
دوی وایي، د لويو لارو د رغونې سربېره، د روغتيایي مرکزونو، مخابراتي شبکو او د ديني او عصري زده کړو مرکزونو جوړېدو ته جدي اړتیا لري.
د کندهار د ښورابک ولسوالۍ اوسېدونکي، عبدالقوي و ویل: «زموږ سړک خراب دی، د ناروغانو په لېږد کې له ستونزو سره مخ کیږو. دا سړک باید جوړ شي، دلته دې موږ ته یو روغتون جوړ شي. ځینې ناروغان له ښورابک څخه تر سپین بولدک خپل ژوند له لاسه ورکوي.»
د کندهار د ريګستان ولسوالۍ اوسېدونکي، خدايداد و ویل: «دلته موږ ټلیفوني خدمتونه لرو او له هېڅ هم نه یو خبر.»
د کندهار د معروف ولسوالۍ اوسېدونکي، عبدالشکور و ویل: «دلته هېڅ سیمه کې هم ټلیفون کار نه کوي، موږ ته باید د مخابراتي خدمتونو تر څنګ ښوونځی جوړ شي او نورې لومړنۍ اړتیاوې مو پوره شي.»
د کندهار ولایتي مسوولين بيا د ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پرتو ولسواليو د اوسېدونکو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د ځينو پروژو له پلي کېدو خبر ورکوي.
د کندهار د والي ویاند، محمود عزام و ویل: «د اسلامي امارت مسوولین په دې برخه کې هڅې کوي او د سړکونو جوړولو، ښوونځيو او روغتیایي کلینیکونو په برخو کې به لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. د ټولګټو رییس د ښورابک او ریګستان ولسوالیو د سړکونو او هلته د نورو پروژو د چارې د پيل په اړه ډاډ راکړ.»
سپين بولدک، ښورابک، معروف، ريګستان او ارغستان ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د کندهار پرتې ولسوالۍ دی، چې د ځينو سیمو اوسېدونکي يې په محدود ډول د ژوند لومړنیو اسانتیاو ته لاسرسی لري.
لومړی نظر وکړئ on "د کندهار د لیرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي د اسانتیاو د برابرېدو غوښتنه کوي"