د کورونو ګرمولو دودیزه لار؛ په کلیوالي سیمو کې لا هم د تاوخانې دود ژوندی دی

منبع

د کورونو ګرمولو دودیزه لار؛ په کلیوالي سیمو کې لا هم د تاوخانې دود ژوندی دی

د میدان وردګ په کلیوالي سیمو کې اوس هم خلک د ژمي پر مهال دودیزې تاوخانې جوړوي چې په یو وخت کې څو خونې ګرمولای شي. 

دغه تاوخانې چې د تنور او نغري په مرسته ګرمیږي، سره له دې چې کم لګښت لري، له احتمالي ګواښونو پرته تر ډېر وخته تودوخه ساتي.

د میدان وردګ د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکي، رحمان الدین و ویل: «زموږ ولسونو کې تاوخانې ډیرې دود شوي او موږ یې د جوړولو لپاره مسلکي کسان لرو. یوه د استوګنې خونه ده، چې غولي کې یې تر ٨٠ سانتي متره خښتې د ویالو په ډول کاریږي او پر سر یې د غره ډبرې ایښودل کیږي، د همدې خونې شاته بله کوټه جوړیږي چې د اور خونه ورته وایي او په دغه خونه کې یو تنور جوړیږي چې یو سوری یې د استوګنې خونې ته تېریږي.»

د جغتو ولسوالۍ بل اوسېدونکي، نظام الدین و ویل: «زموږ په سیمه کې له اوږدې مودې راهیسي له تاوخانو ګټه اخیستل کیږي. زما عمر چې شاوخوا ٦٠ کاله دی، له همدې تاوخانو کار اخلو، د مور لپاره تندور جوړولو او په هغه کې ډوډۍ هم پخوو او اوبه هم پرې ګرمولو. د تاوخانې غولی ډېر ښه ګرمیږي او د جوماتونو لپاره بیا د تنور پر ځای نغری جوړوو.»

د میدان وردګ په دغه سیمه کې تاوخانې نه یوازې د تودوخي وسیله ده، بلکه د کلیوالو کورنیو لپاره له اقتصادي اړخه هم خورا اغېزمنه پریوتې.

کلیوال په غرنیو بوټو نغري او تنور کې اور لګوي او د همدې اور په مرسته هم ډوډۍ او خواړه پخوي او هم خپلې خونې ګرموي.

د سیمې اوسېدونکي، ګل حبیب په دې اړه و ویل: «موږ دومره توان نه لرو چې د ډبرو سکرو له بخاریو ګټنه وکړو، زموږ غرونه بوټي لري او له همدغو بوټو او لرګیو کار اخلو. دلته خونې تنورونه لري او تاوخانې هم ډیرې ورڅخه ګرمیږي، موږ چې سهار اور ولګوو، په همدغه اور زموږ ډوډۍ او خواړه هم پخیږي او خونه هم یوه شپه او ورځ مناسبه طبیعي تودوخه ساتي.»

که څه هم په ښارونو کې بخارۍ او د ګرمولو نور عصري وسایل دود شوي، خو په کلیوالي سیمو کې لا هم خلک له تاوخانو کار اخلي. 

د ځایي خلکو په خبره، د اقتصادي اړخ سربېره، د ګاز او ډبرو سکرو د بخاریو پرتله د تاوخانو د احتمالي ګواښونو کچه هم خورا کمه ده.

د میدان وردګ اوسېدونکي، فضل عمر و ویل: «د دې سیمې اوسیدونکي ټول تاوخانې لري. تاوخانې ګټورې دي او د ژمي پر مهال ډیره ښه تودوخه ساتي. د دې سربېره د خلکو لپاره اقتصادي دي او هم یې د ګاز او ډبرو سکرو د بخاریو پرتله ګواښ کم دی.»

د میدان وردګ په غرنیو او کلیوالي سیمو کې خلک د اقتصادي ستونزو او د عصري اسانتیاو نشتون له امله د کورونو ګرمولو لپاره تاوخانې جوړوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د کورونو ګرمولو دودیزه لار؛ په کلیوالي سیمو کې لا هم د تاوخانې دود ژوندی دی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*