د کونړ زلزلو د ټپیانو درملنه اوس په لنډمهالو روغتیایي مرکزونو کې کیږي

د کونړ زلزلو د ټپیانو درملنه اوس په لنډمهالو روغتیایي مرکزونو کې کیږي

کونړ کې وروستۍ وېجاړونکې زلزلې ۱۶ روغتیايي مرکزونه په بشپړ او نیمه بشپړ ډول وېجاړ کړي چې له امله یې خلکو ته د روغتیايي خدمتونو بهیر درېدلی دی.

د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ د دېوه ګل درې اوسېدونکی احمدرضا چې په دغه ولایت کې په وروستۍ مرګونې زلزله کې د بدن ګڼې برخې ټپي شوې وې اوس هره ورځ د خپلو ټپونو د درملنې په موخه هلته لنډمهالي روغتیایي مرکز ته ورځي.

هغه وایي اوس یې په روغتیایي وضعیت کې ورځ تر بلې ښه والی راځي.

احمد رضا د طلوع نیوز خبریال ته و ویل: « د کور د کوټې چت را باندې کېناست، پښه مې پکې خوږ شوه، د کور ټول غړي مې زخمیان شوي، بیا د اسلامي امارت سرتېري راغلل، مونږ یې راکوز کړو او تداوۍ ته یې راوستو، دلته یې روغتون هم راته جوړ کړی او دلته راته هره ورځ د زخمونو پټۍ راته بدلوي او وړیا روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي.»

بل پلو کونړ کې یو شمېر نور زلزله ځپلي چې وروستۍ وېجاړونکې زلزلې یې په سیمو کې جوړ روغتیایي مرکزونه وېجاړ کړي اندېښمن دي که یې د ژمي له راتګ وړاندې روغتیایي مرکزونه جوړ نه شي د کورنیو او کوچینو ماشومانو ژوند به یې له جدي ننګونو سره لاس او ګرېوان شي.

د کونړ زلزله ځپلي جمدرخان و ویل: « زمونږ په سیمه کې روغتیايي مرکزونه وېجاړ شوي او له حکومت مو دا غوښتنه ده چې دا روغتیايي مرکزونه راته بېرته جوړ کړي او ډاکټران بېرته ځای پرځای شي؛ ځکه مریضان ډېر لرو او که دا کلینیکونه جوړ نه شي؛ نو زمونږ ستونزې به لا ډېرې شي.»

بل زلزله ځپلي محمد حسن و ویل: « مونږ اوس په دې مېشت غالي کې پراته یو، دلته به لس ورځې، شل ورځې یا میاشت یو یا به نه یو، بېرته به خپلو سیمو او کورونو ته ورځو، زمونږ دا غوښتنه ده چې مونږ ته بېرته خپل کلینیکونه جوړ شي.»

ورته مهال د کونړ سیمه ییز مسوولین وایي، وروستۍ وېجاړونکې زلزلې په دې ولایت کې ١٦ روغتیایي مرکزونه په بشپړ او نیمه بشپړ ډول وېجاړ کړي چې له امله یې خلکو ته د روغتیایي خدمتونو رسونې بهیر درېدلی دی.

د کونړ د عامې روغتیا رییس مظفر مخلص په دې اړه و ویل: « مونږ په لنډمهالو مېشت غالو کې شااوخوا پنځوس کلینیکونه فعال کړي، څومره هېوادوال چې زلزلو ځپلي او په دې کمپونو کې ځای پرځای دي په همغه اندازه روغتیايي ټیمونه توظیف شوي دي، روغتیايي مرکزونه مو ورته جوړ کړي او بشپړ روغتیايي خدمتونه ورته وړاندې کېږي.»

څه باندې دوه اوونۍ وړاندې مرګونې زلزلې له امله کونړ کې نه یوازې روغتیایي مرکزونه وېجاړ شوي؛ بلکې د مدرسو په ګډون ٣٠٦ ښوونځي، نږدې اووه زره استوګنیز کورونه تخریب او زرګونه انسانان شهیدان او ټپیان شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د کونړ زلزلو د ټپیانو درملنه اوس په لنډمهالو روغتیایي مرکزونو کې کیږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*