
د کړکېچ نړۍوالې ډلې راپور: ښځو کوچنیو سوداګریو ته مخه کړې
د کړکېچ نړیوالې ډلې په یوه راپور کې د متشبثو ښځو وضعیت ته کتنه کړې ده.
په دغه راپور کې راغلي چې د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره د پخوا پرتله ډېرو ښځو د کوچنيو سوداګریز فعالیتونو پيلولو ته مخه کړې ده.
د ناورین نړیواله ډله وایي، له هغې وروسته چې په نادولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار بندیز ولګېد او سینګارځایونه وتړل شول، یو شمېر ښځو کورنیو تولیداتو، لاسي صنایعو او د خوراکي توکو پروسس ته مخه کړې ده.
د دغه راپور په یوې برخه کې راغلي دي: «لکه څنګه چې په نړیوالو نادولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار بندیز او د سینګارځایونو تړل کېدو وښوده، د ښځو کاري وضعیت لا هم څپڅپانده دی او د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، د افغانستان اقتصاد لا هم ښه شوی نه دی. تشبث د ځینو ښځو لپاره یوازینۍ لاره ده څو د خپل معیشت لګښتونه برابر کړي.»
د کروندګرو ښځو د اتحادیې رییسه، ممتاز یوسفزۍ وايي: « ډېرې ښځې جواز ته لاسرسی نه لري او دا پخپله یو لوی چلنج دی. د جواز لرل کولی شي د یوې ښځې سوداګریز هویت څرګند کړي چې د سوداګرۍ په برخه کې فعالیت کوي، خو ډېری یې کافي تجربه او د مالیاتو د ورکړې توان هم نه لري.»
له دې سره هممهاله، یو شمېر ښځینه پانګوالې وایي چې د خپلې سوداګرۍ د ودې لپاره د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري.
پانګهواله، کرشمه هم ویلي: « پخوا مې په یوه سینګارتون کې کار کاوه، خو له بده مرغه له تړل کېدو وروسته یې ما خیاطۍ ته مخه کړه او له دوو کلونو راهیسې په دې برخه کې کار کوم. عاید لرو، خو بسنه نه کوي. د ژوند ستونزې ډېرې دي او له حکومته غواړو چې له ښځو ملاتړ وکړي.»
کارکوونکې، سمیه بیا وايي: « د نظام له بدلون مخکې مې د کابل په یوه پوهنتون کې زدهکړه کوله، خو د نظام له بدلون او د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته نجونو ته د لوړو زدهکړو اجازه ور نه کړل شوه. له همدې امله مې پرېکړه وکړه چې یو مسلک زده کړم، چې هغه خیاطي ده.»
تر دې وړاندې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی له طلوعنیوز سره په یوه مناظره کې د ښځو د سوداګرۍ په تړاو ویلي وو چې له پنځوس زرو ډېرې ښځینه پانګوالې د پانګونې په برخه کې ثبت شوې دي او د دغه وزارت له لوري پنځه زره ښځو ته د کار جوازونه ورکړل شوي دي.
لومړی نظر وکړئ on "د کړکېچ نړۍوالې ډلې راپور: ښځو کوچنیو سوداګریو ته مخه کړې"