
د کابل ښاروالۍ له دارالامان تر ګلباغ پله پورې د سړک د دویمې برخې د جوړولو او پراختیا د کار له پیله خبر ورکوي.
دغه لار د کابل له دارلامان پیل، د کابل او لوګر تر لارې پورې غځېدلې چې په څلورو برخو وېشل شوې او د پلازمېنې اړوند له مهمو او بنسټیزو پروژو شمېرل کېږي.
د یادونې ده، چې د دغې لارې د لومړۍ برخې چارې تېر کال پیل شوې وې؛ خو د قراردادي شرکت د بې غورۍ له کبله یې چارې وځنډېدې.
تازه د کابل ښاروالۍ وايي، د دغه سړک چارې یې یوه شرکت ته په قرارداد ورکړې چې په راتلونکو شلو میاشتو کې به بشپړې شې.
د کابل ښاروالۍ استازی، نعمت الله بارکزی په دې اړه وايي: د دې سړک لومړۍ برخه چې نږدې ۳۱۷۶ متره اوږدوالی او ۳۳ متره پلنوالی لري، تېر کال یې کار پیل شوی و، خو د قراردادي شرکت د بېپروایۍ له امله قرارداد یې لغوه شو. اوس یو نوی قرارداد ورکړ شوی او د دې برخې کار له سره پیل شوی دی. دویمه برخه یې نږدې ۲۴۰۰ متره اوږدوالی لري، د دې برخې کار هم روان دی. د دویمې برخې د کار لګښت شاوخوا ۱۴۰ میلیونه افغانۍ اټکل شوی، ۳۳ متره پلنوالی لري او دا پروژه شل میاشتنۍ ده چې کار پرې دوام لري.
د سیمې یو شمېر اوسېدونکي بیا وايي، حکومت ته په کار ده چې د دغې پروژې د کیفیت ترڅنګ، هره ورځ له دغو چارو څارنه وکړي؛ څو په ټاکلي وخت پای ته ورسېږي.
د دوغ اباد اوسېدونکی، عبدالرشید وايي: دا سړک ډېر ښه شوی او موږ ډېر خوښ یو چې کار یې زموږ په سیمه کې پیل شوی دی. سره له دې خوښۍ، اندېښنه هم لرو، ځکه چې خاورې او دوړې مو سخت ځوروي. کار یې یوه ځل پیل شو، بیا بند شو، او بیا له سره پیل شو.
د دوغ اباد سیمې یو بل اوسېدونکی، محمد وزیر هم وايي: زموږ غوښتنه له اسلامي امارت او له کابل ښاروالۍ دا ده چې دې سړک ته جدي پام وکړي، ځکه یو څه وخت یې کار درېدلی و.
د کابل ښاروالۍ د مسوولینو په خبره، اوس مهال له دارالامان تر ګلباغ پله پورې د سړک د درېیمې او څلورمې برخې چارې په تدارکاتي پړاو کې دي.
لومړی نظر وکړئ on "د ګلباغ تر پله پورې د دارالامان سړک د لومړۍ او دویمې برخې کار پیل شو"